د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی سره ملاقات

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي ګلګت بلتستان د ښائسته او قدرتي مناظرو منطقه ده او په سېلګرۍ اډانه د پرمختګ بې شمېره صلاحيت لري۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان سره په ملاقات كښې كړې۔د ملاقات په مهال د خزانې وزير د خپلې اوسنۍ ګلګت بلتستان دورې حواله وركولو سره په منطقه …

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي ګلګت بلتستان د ښائسته او قدرتي مناظرو منطقه ده او په سېلګرۍ اډانه د پرمختګ بې شمېره صلاحيت لري۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان سره په ملاقات كښې كړې۔د ملاقات په مهال د خزانې وزير د خپلې اوسنۍ ګلګت بلتستان دورې حواله وركولو سره په منطقه كښې د سېلاب صورتحال او د دې په اړه د مرستې به هلو ځلو٬په خاص توګه د وفاقي فنډز په اجرا د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ده د سړكونو په بنيادي ډهانچه كښې د شوي پېشرفت او د سېلګرۍ په څانګه كښې سرمايه كاري وستائېله او وې وئېل ګلګت بلتستان د ښائسته او قدرتي مناظرو منطقه ده كومه چې په سيلګرۍ اډانه پرمختګ بې شمېره صلاحيت لري۔وزيراعلٰی ګلبر خان د خزانې وزير په منطقه كښې د روانو پرمختيائي پروژو په اړه خبرولو كښې ووئېل د سكردو په انټرنېشنل هوائي مېدان د مسافرو په ګن شمېر تګ راتګ روان دے او د ګلګت هوائي مېدان د نړيوال معيار له مخې اپ ګرېډ كولو منصوبه بندي هم روانه ده دغسې چې سېلګرو ته نوره هم وده ترلاسه شي۔ده ګلګت بلتستان ته په پرله پسې پام لرنه كولو د وزيراعظم شهباز شريف او د وفاقي حكومت مننه وكړه۔وزيراعلٰی د خزانې وزير خبر كړو چې د ګلګت بلتستان حكومت د منطقې 10 ضلعو كښې اولسي خذمات ښه كولو لپاره دكارمندانو اضافه كوي او په جي بي سيكرټرېټ كښې سينئر افسرانو لپاره كيريئر كښې دپرمختګ ښې موقعې وركولو په اړه هم كار روان دے

مزید خبریں