پي ټي آئي به د پارليمان څخه او ځينې ججز به د عدليه څخه ډېره زر استعفي وركړي۔سنيټر عرفان صديقي

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)په سينيټ كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)پارليماني پارټي او د خارجه چارو قائمه كمېټۍ مشر سينيټر عرفان صديقي وئېلي دي پي ټي آئي به د پارليمان څخه او ځينې ججز به د عدليه څخه ډېره زر استعفي وركړي د چا مقصد چې پاكستان بحران سره مخ كول دي خو په دې منصوبه كښې د ناكامۍ او رسوائۍ نه غېر به هېڅ په لاس ورنه شي۔د …

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)په سينيټ كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)پارليماني پارټي او د خارجه چارو قائمه كمېټۍ مشر سينيټر عرفان صديقي وئېلي دي پي ټي آئي به د پارليمان څخه او ځينې ججز به د عدليه څخه ډېره زر استعفي وركړي د چا مقصد چې پاكستان بحران سره مخ كول دي خو په دې منصوبه كښې د ناكامۍ او رسوائۍ نه غېر به هېڅ په لاس ورنه شي۔د جمعې په ورځ په سوشل ميډيا”ايكس”خپل بيان كښې د مسلم ليګ(ن)سينئر لارښود ووئېل د حالاتو رفتار دا وائي چې په څه موده كښې به د مايوسۍ غم غصې په سبب پي ټي آئي پارليمان څخه او ځينې ججز به د عدليې څخه په شريكه ګټه يوځاے استعفې وركړي۔ده ووئيل قائمه كمېټي د پارليمان روح وي٬كه چرې پي ټي آئي په قامي اسمبلۍ او سينيټ كښې موجود وي نو ښه به دا وي چې په سټينډنګ كمېټو كښې هم موجود پاتې شي او خپل جمهوري كردار ادا كړي۔سينيټر عرفان صديقي په خپل بيان كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئېل د دواړو هدف پاكستان لويې بحران سره مخ كول دي۔ده ووئيل هغوي ته به دا منصوبه د ناكامۍ او رسوائۍ نه غېر څه ورنه كړي

مزید خبریں