پېنډۍ 19 ستمبر (اے پي پي) غېر قانوني مېشته افغان وګړي ترهګرۍ او په لويو جرمونو كښې ككړ دي٬ پاكستان د څلورو لسيزو نه زياته موده د لكهونو په شمېر د افغانانو كوربتوب كړے٬ د شخړو په موقع مو ښه مېلمستيا كړې٬ پاكستان اوس افغان كډوالو ستېندو لپاره يو منظم او د عزت وړ عمل پېل كړے۔ دا خبرې د آئي اېس پي آر ډائرېكټر لېفټېننټ جنرل احمد شريف چوهدري …
غېر قانوني مېشته افغان وګړي ترهګرۍ او په لويو جرمونو كښې ككړ دي٬ پاكستان د څلورو لسيزو نه زياته موده د د لكهونو په شمېر افغانانو كوربتوب كړے۔ د آئي اېس پي ډي جي

مزید خبریں
پېنډۍ 19 ستمبر (اے پي پي) غېر قانوني مېشته افغان وګړي ترهګرۍ او په لويو جرمونو كښې ككړ دي٬ پاكستان د څلورو لسيزو نه زياته موده د لكهونو په شمېر د افغانانو كوربتوب كړے٬ د شخړو په موقع مو ښه مېلمستيا كړې٬ پاكستان اوس افغان كډوالو ستېندو لپاره يو منظم او د عزت وړ عمل پېل كړے۔ دا خبرې د آئي اېس پي آر ډائرېكټر لېفټېننټ جنرل احمد شريف چوهدري د جمعې په ورځ د المان مجلې سره خپلې مركه كښې كړې۔ ده ووئيل مستند شواهد لرو چې په غېر قانوني مېشته وګړي ترهګرۍ او په سنكينو جرمونو كښې ملوث دي۔ ده ووئيل پاكستان د څلورو لسيزو نه زياته موده د لكهونو په شمېر افغان وګړو كوربتوب وكړو ٬ د شخړو په موقع مو ښه مېلمستيا كړې۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل پاكستان اوس افغان كډوالو ستېندو لپاره يو منظم او د عزت وړ عمل پېل كړے ۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال احمد شريف چوهدري ووئيل حكومت د كډوالو هېواد ته د ستنېدو وخت څو ځله پراخه كړے۔ ده ووئېل د امرېكې وتلو نه وروستو په افغانستان كښې پاتي وسله داسې لاسونو ته ورغله چې اوس د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ هلو ځلو لپاره كارولې كېږي٬ تر دې چې امرېكې هم په دغه وسله د ترهه ګرۍ هلو ځلو لپاره په كارېدو تشويش ښكار كړے دے ٬ لېفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل غېر قانوني افغان وګړي پاكستان كښې د ترهګرۍ او په مجرمانه هلو ځلو كښې د ملوث كېدو واضحه شواهد لرو۔ ده ووئيل د افغان كډوالو پاكستان كښې د پاتې كېدو اصل وجوهات لكه بهرنے مداخلت او نور اوس موجود نه دي او دغسې هېواد ته ستنېدل يو فطري او ضروري ګام دے۔ د مركې په مهال د آئي اېس پي آر ډي جي د هند په اړه ووئيل په هند كښې د تشدد اوسنۍ پېښې د انتها پسنده پاليسو نتيجه ده كومه چې هند حكومت پرله پسې جاري ساتلي٬ هند عمر له كورنۍ مسئلې بهرنۍ ګڼلي او بهرنۍ شخرې يې كورنۍ ګرځولي۔ ده ووئېل هند پاكستان كښې د رياستي مرستې لرونكې ترهه ګرۍ په هلو ځلو كښې ككر دے او د دې مستند ثبوتونه شته ٬ ځكه چې د هند حاضر سروس د پوځ افسران په دې يادو فعاليتونو كښې شامل دي٬ پاكستان د ترهه ګرۍ فعاليتونو ټول ثبوتونه نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې كړي په مختلف وختونو۔ د كشمير مسئلې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل نړيوالې ورورولۍ له د دې پخوانۍ مسئلې او شخړې په هواري كښې خپل كردار ادا كول پكار دے۔ ده د هند حكومت د بهرنيو خطرو په اړه هم خبره وكړه۔ ده ووئيل د هندي رياست په ملاتړ پاكستان كښې د ترهګرۍ هڅې كېږي٬ كوم چې د منطقې سلامتيا لپاره يو سنګين خطر دے۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل پاكستان هغه ټول غېر رياستي عناصر مسترد كوي كوم چې په غېر قانوني كارونو كښې په داخلې او بهرني كچه ككړ وي٬ ده ووئېل په پاكستان كښې د وسله والو ډلو لپاره هيڅ ځائے نشته ۔ ده زياته كړه چې د حكومت نه علاوه كومه ډله يا فرد د جهاد د اعلان كولو اختيار نه لري۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان نه يوازې د وړومبي صف كردار لوبولے بلكې بلها قربانۍ ئې هم وركړي۔ ده ووئيل په دې وروستو كښې د پاكستان او هند د تاٶ تريخوالي په مهال د معركه حق په موقع د امريكې صدر ټرمپ د ستراتېژك مشر په توګه كردار لوبولے٬ امريكا لغوه شوې مجيد بريګېډ نړيوال ترهګر نتظيم ګرځولے۔د يوې پوښتنې په ځواب د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل پاكستان خپل آئرن برادر هېواد چين سره تعميري او ستراتېژكي اړيكې لري۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې يو شمېر ترهګر وژلې شوي چې پكښې تش په نامه د بې دركه كسانو فهرست كښې شامل كسان هم وو۔









