اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د جاز كمپنۍ لخوا د سېلاب ځپليو لپاره 80 ټنه د مرستې سامان نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ(اين ډي ايم اے)وسپارلے شو ۔د جمعې په ورځ د اين ډي ايم اے لخوا جاري شوي بيان له مخې د ويان او جاز كمپنۍ پلاوي د نېشنل ايمرجنسيز آپرېشنز سينټر دوره كړې۔د اين ډي ايم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك د پلاوي هركلے وكړو ۔د اين ډي …
جاز كمپنۍ د سېلاب ځپليو لپاره 80 ټنه د مرستې سامان اين ډي ايم اے ته وسپارلو

مزید خبریں
اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د جاز كمپنۍ لخوا د سېلاب ځپليو لپاره 80 ټنه د مرستې سامان نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ(اين ډي ايم اے)وسپارلے شو ۔د جمعې په ورځ د اين ډي ايم اے لخوا جاري شوي بيان له مخې د ويان او جاز كمپنۍ پلاوي د نېشنل ايمرجنسيز آپرېشنز سينټر دوره كړې۔د اين ډي ايم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك د پلاوي هركلے وكړو ۔د اين ډي ايم اے ډلې لخوا پلاوي ته د سېلاب صورتحال پشمول د نېشنل ايمرجنسيز آپرېشن سينټر په صلاحيتونو تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔د جاز كمپنۍ لخوا سېلاب ځپليو لپاره 80 ټنه د مرستې سامان اين ډي ايم اے ته وسپارلے شو ۔د جاز لخوا سېلاب ځپليو لپاره وركړي د مرستې سامان كښې د خوراك څيزونه او د داروګانو پشمول 2500 پېكجز شامل دي۔د مرستې د سامان سوئېلي پنجاب كښې سېلاب ځپليو لپاره روان كړے شوے ۔د وزيراعظم په خاص هدايت د اين ډي ايم اے سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې آپرېشن روان دے۔د اين ډي ايم اے لخوا تراوسه پنجاب ته 2215 ټنه د مرستې سامان وركړے شوے ۔وركړے شوي سامان كښې٬كمبلې٬خيمې٬مچهر دان ۍ ٬ د اوبو فلټرېشن پلانټ٬بړستنې٬فولډنګ بيډ٬ د اوبو بوتلو پشمول 17 كشتۍ شاملې دي۔د اين ډي ايم اے لخوا تراوسه د پنجاب سېلاب ځپليو لپاره 35000 خيمې وركړې شوې۔اين ډي ايم اے ټولو اړوندو سول او عسكري ادارو پشمول د خېرښېګړو ادارو سره په بشپړه رابطه كښې ده ۔









