د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ خبريال عبدالله مومند ته د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی لخوا په لېږلي شوي نوټس سخته اندېښنه ښكاره كړه

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د"ډان نيوز"سره تعلق لرونكي خبريال عبدالله مومند ته د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی لخوا په لېږلې شوي نوټس د سختې اندیښنې او افسوس څرګندونې كولو سره وئېلي دي عبدالله مومند ته په محض پوښتنه كولو د يو ارب نوټس لېږل د آزادۍ په صحافت بريد٬ د جمهوري اقدار خلاف ورزي او د آئين څخه انحراف دے۔د خبريال …

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د”ډان نيوز”سره تعلق لرونكي خبريال عبدالله مومند ته د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی لخوا په لېږلې شوي نوټس د سختې اندیښنې او افسوس څرګندونې كولو سره وئېلي دي عبدالله مومند ته په محض پوښتنه كولو د يو ارب نوټس لېږل د آزادۍ په صحافت بريد٬ د جمهوري اقدار خلاف ورزي او د آئين څخه انحراف دے۔د خبريال فرض پوښتنه كول دي او په پوښتنه كولو نوټس لېږل نه يوازې غېر آئيني او غېر قانوني دے بلكې ناوړه ھڅه ده٬د داسې اقدامات مقصد خبريالان د فشار لاندې راوستو سره د هغوي خله بندول او جمهوري كلتور ته زيان رسول دي ۔د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د جمهوري اقدارو تقاضا ده چې د پوښتنې ځواب په دليل او وضاحت سره وركړے شي ٬ داسې نه چې خبريالان وځورولې شي او د يرولو هڅه وكړې شي۔ده ووئيل چخبريالانو ته د هتك عزت نوټس او سائبر كرائم كاروائيو دړكې وركولو په كوم هم ډول د قبلولو وړ نه دي۔ وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئيل د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی دا طرزعمل د رياستي چوكو او اختيارات ناجائزه كارولو مترادف دے٬داسې اقدامات نه يوازې دننه هېواد بلكې په نړيواله كچه هم د پاكستان عزت ته زيان رسوي۔ده ووئيل په نړيواله كچه د ميډيا آزادۍ او د خبريالانو تحفظ بشري حقونه ګڼلې كيږي٬ځكه دا داسې نوعيت پیښې د پاكستان مثبت تشخص مجروح كوي۔ده ووئيل دا امر د افسوس وړ دے چې د پي ټي آئي هر اقدام د هېواد د ګټې په ځاے د دې په ضد دے۔ده ووئيل حكومت خبريالې ورورولۍ سره دے او د داسې هر ډول اقدام په وړاندې به ولاړ وي كوم چې په ميډيا د فشار اچولو يا د جمهوري اقدارو د خلاف ورزۍ هڅه وي۔

مزید خبریں