لاهور۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د لاهور د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت د مسلم ليګ ن دفتر او په كلمه چوك د كنتېنر سوځولو بشمول نورو مقدمو كښې د تحريك انصاف سينئر لارښود او پخواني خارجه وزير شاه محمود قرېشي د عبوري ضمانت په درخواستونو د وكيلانو نه دلائل غوښتي دي۔ د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت جج ارشد جاوېد د پينځو ضمانتي درخواستونو اورېدنه وكړه ۔ په …
د شاه محمود قرېشي د عبوري ضمانت په درخواستونو وكيلانو څخه دلائل وغوښتلے شول

مزید خبریں
لاهور۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د لاهور د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت د مسلم ليګ ن دفتر او په كلمه چوك د كنتېنر سوځولو بشمول نورو مقدمو كښې د تحريك انصاف سينئر لارښود او پخواني خارجه وزير شاه محمود قرېشي د عبوري ضمانت په درخواستونو د وكيلانو نه دلائل غوښتي دي۔ د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت جج ارشد جاوېد د پينځو ضمانتي درخواستونو اورېدنه وكړه ۔ په دې مهال د شاه محمود قرېشي د زندان وارنټ پېپرز عدالت ته وړاندې كړے شول ۔ عدالت په راروان سماعت د پوليس نه رېكارډ او د وكيلانو نه دلائل وغوښتل۔ دغسې عدالت د شاه محمود قرېشي په عبوري ضمانت كښې تر 31 اكتوبر پراختيا وكړه۔ بل پلو د دوو مقدمو سماعت ايډمن جج منظر علي ګل په عدالت كښې وشو چې پكښې د جناح هاوس او د عسكري ټاور بريد سماعت شامل وو ۔ په دغه مقدمو كښې عبوري ضمانت كښې تر 6 اكتوبر پراختيا وكړې شوه ۔










