اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي د پاك او ارزان توان زيات شوې اولسي طلب پورا كول د وزيراعظم شهباز شريف حكومت وړومبۍ پام لرنه ده، آر اېل اېن جي د اېل پي جي په مقابل كښې نزدې 30 فيصد ارزان دے او كورني استعمال لپاره د اېندهن يو محفوظ اپشن هم دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د …
آر ايل اين جي د ايل پي جي په مقابل كښې نزدې 30 فيصده ارزان دے، صارفين به كنكشن لپاره آن لائن درخواست وركولې شي۔ علي پروېز ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي د پاك او ارزان توان زيات شوې اولسي طلب پورا كول د وزيراعظم شهباز شريف حكومت وړومبۍ پام لرنه ده، آر اېل اېن جي د اېل پي جي په مقابل كښې نزدې 30 فيصد ارزان دے او كورني استعمال لپاره د اېندهن يو محفوظ اپشن هم دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ ګرد هېواد كښې د كورونو مصرف كوٶنكو ته د آر اېل اېن جي (ريګيسيفائيډ ليكويفائيډ نيچرل ګيس) كنكشن وركولو جامع رول آٶټ پلان په حواله د غونډې مشرۍ په مهال وكړه ٬ ده ووئيل په آر اېل اېن جي منتقل كېدل نه يوازې د توان كاركردګۍ پلو يو مهم ګام دے بلكې كورونو ته هم معاشي ريليف وركوي، دا اقدام د ګېس نوو كنكشنز وركولو لپاره د اولس د اوږدې مودې مطالبې ترسره كولو لپاره پورته كوٶ۔ په غونډه كښې د پټروليم سيكرټري، ايډيشنل سيكرټري، ډائريكټر جنرل ګيس، آئل اينډ ګيس ريګوليټري اتھارټي (اوګرا) نمائندګانو، سوئي ناردرن ګيس پائپ لائنز لميټډ او د سوئي سدرن ګيس كمپني لميټډ منيجنګ ډائريكټرز ګډون وكړو ۔









