كوئټه۔ 18 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلې دي په صوبه كښې د افغان كډوالو د ستنېدو عمل په سپېځلې ٬ منظم او وقار لرونكې انداز به تر سره كولې شي ٬ دغسې چې د هيڅ چا عزت نفس ونه ځپلے شي٬ د بلوچستان حكومت د وفاقي پاليسۍ تر مخه د كډوالو په ستنېدو عمل درآمد كوي او په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو …
د كډوالو په ستنېدو كښې د مېرمنو ٬ كوچنيانو او د مشرانو دې خاص خيال وساتلے شي ٬ په كوم هم پړاؤ به تحقير كونكې رويه ونه زغملې شي ٬ د بلوچستان وزيراعلې غونډې ته خطاب

مزید خبریں
كوئټه۔ 18 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلې دي په صوبه كښې د افغان كډوالو د ستنېدو عمل په سپېځلې ٬ منظم او وقار لرونكې انداز به تر سره كولې شي ٬ دغسې چې د هيڅ چا عزت نفس ونه ځپلے شي٬ د بلوچستان حكومت د وفاقي پاليسۍ تر مخه د كډوالو په ستنېدو عمل درآمد كوي او په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو د افغان كډوالو ادارې سره نزدې رابطه لرو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د يوې اعلې كچ غونډې په مهال وكړه۔ غونډه كښې د كډوالو په وتلو او په قلعه عبدالله كښې د امن و امان صورتحال تفصيلي جاج واغستلے شو۔ غونډه كښې چيف سېكرټري شكيل قادر ٬ پوليس آئې جي محمد طاهر ٬ ډي جي ليويز ٬ د افغان رېفوجيز كمشنر ارباب طالب المولا ګدون كولو۔ په دې مهال ايډېشنل چيف سېكرټري داخله غونډې ته د كډوالو په ستنېدو او د امن و امان په صورتحال بريفننګ وركړو۔په دې مهال وزيراعلې په ښكاه ټكو ووئېلد افغان كډوالو په ستنېدو كښې د مېرمنو ٬ كوچنيانو او د مشرانو دې خاص خيال وساتلے شي ٬ په كوم هم پراؤ به تحقير كونكې رويه ونه زغملې شي۔ ده ووئېل په ګېله راتللو به د اړوندو اهلكارو په ضد سمدستي كاروائي كولې شي۔ وزيراعلې ووئېل د تللو په وخت هر ممكن مرسته وكرئ او د مېرمنو اسانيو لپاره په عارضي بنيادونو فيمېل سېكورټي اهلكار بهرتي كړئ٬ د حكومت هڅه ده چې په وقار لرونكې انداز او عزت سره د افغانانو خپل هېواد ته تلل باوري كړے شي۔ ده امر وكړو د ضلع نه د ټولو جرائم پېشه عناصر خاتمه باوري كرئ او د كوم امتياز نه غېر كاروائي وكړئ۔










