د بلوچستان حكومت د كان مهتر زئۍ هائي سكول د “شهید کانسټیبل الطاف الرحمان” په نامه منسوب كړو

کوئټه۔ 18 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان حكومت د كان مهتر زئې ګورنمنټ بوائز هائي سکول د ’’شهید کانسټېبل الطاف الرحمان‘‘ په نامه منسوب كړے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بلوچستان حكومت د امنيتي ځواكونو شهيدانو ځانګړو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له د صوبې د دوه مهمو تعليمي ادارو نامې شهيدانو ته منسوب كړي دي۔ دې څخه وړاندې د بلوچستان ریزیډنشل کالج لورالائی …

کوئټه۔ 18 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان حكومت د كان مهتر زئې ګورنمنټ بوائز هائي سکول د ’’شهید کانسټېبل الطاف الرحمان‘‘ په نامه منسوب كړے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بلوچستان حكومت د امنيتي ځواكونو شهيدانو ځانګړو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له د صوبې د دوه مهمو تعليمي ادارو نامې شهيدانو ته منسوب كړي دي۔ دې څخه وړاندې د بلوچستان ریزیډنشل کالج لورالائی د شهید کېپټن وقار کاكړ نامې ته منسوب كولو سره د دغې نوې نامه’’کېپټن وقار کاکړ شهید بلوچستان ریزیډنشل کالج‘‘ كېښودلې شوه او اوس د ګورنمنټ بوائز هائي اسکول کان مهترزئی نامه ’شهید کانسټېبل الطاف الرحمان‘ ته منسوب كړې شو ه ۔ وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ووئيل دا اقدام نه يوازې د شهيدانو سترو قربانيو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كول دي بلكې د نوي كول د دوئي مشن څخه خبرولو له يو عملي هڅه هم ده۔ ده ووئيل په هېواد ځان قربانوونكې شهيدان د قام اتلان دي ٬ د هغوي قربانۍ به كله هم هېرې نه كړې شي۔ د وزیراعلی په هدايت د هائر اېجوكېشن او سېكنډري اېجوكېشن محكمو لخوا د دې تعليمي ادارو د نامو بدلولو رسمي نوټيفكېشن جاري كړے شوے دے۔

مزید خبریں