د اسرائيل په قطر بريد د ملګرو ملتونو د چارټر ښكاره خلاف ورزي ده٬ سردار يعقوب خان ناصر

لورالائي۔ 11 ستمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ ن مركزي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي سردار يعقوب خان ناصر سره پخواني د مواصلات وفاقي وزير مفتي اسعد محمود د هغه په استوګنه اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په دې مهال هغه ووئېل د هېواد بقا لپاره سياسي ګوندونو له خپل كردار ادا كول پكار دي۔٬ په هېواد كښې د بغاوت او سياسي استحكام د نشتوالي هيڅ ګنجائش نشته٬ …

لورالائي۔ 11 ستمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ ن مركزي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي سردار يعقوب خان ناصر سره پخواني د مواصلات وفاقي وزير مفتي اسعد محمود د هغه په استوګنه اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په دې مهال هغه ووئېل د هېواد بقا لپاره سياسي ګوندونو له خپل كردار ادا كول پكار دي۔٬ په هېواد كښې د بغاوت او سياسي استحكام د نشتوالي هيڅ ګنجائش نشته٬ مونږ له د پارلمان دننه خپه بيانيه وړاندې كول پكار ده۔ هغه ووئېل د اوسني سېلاب څخه د هېواد معيشت ته سخت زيان ورسېد ٬ په دې مشكل وخت كښې مونږ له د سياسي اختلاف نه يو خوا د سېلاب ځپليو مرسته پكار ده۔ هغه د اسرائيل په قطر بريد د ملګرو ملتونو د چارټر بيخي خلاف ورزي وګرځوله۔ هغه ووئېل سلامتي كونسل دې سمدستي د اسرائيل خلاف د قرارداد په منظورولو د اسرائيل خلاف ګامونه واخلي ٬ نن نړۍ له په څرګند ډول په مېدان كښې خپل كردار ادا كول غواړي ٬ ګنې دا صېهوني رياست په يو يو عرب او نورو هېوادونو جنګ مسلط كولې شي۔ دغسې په دې مهال سردار يعقوب ناصر په وخت د وزيراعظم شهباز شريف د قطر دورې كولو ستئانه وكړه

مزید خبریں