د طورخم څخه نور 2 زره 491 افغانان وطن ته لېږلې شوي ،د خېبر پښتونخوا داخله محكمه

پیښور ۔ 10 ستمبر (اے پي پي) د ګرډ پاکستان نه د غیر ملکیانو په خاص توګه د افغان وګړو ستنېدلو او د بیدخلۍ لړۍ روانه ده ۔ داخله و د قبائلی چارو محكمې خیبرپښتونخوا تر مخه د صوبې بېلا بېلو سرحدي مقاماتو، په خاص توګه طورخم څخه تېره ورځ نور 2 زره 491 افغانان وطن ته لېږلې شوي دي، چې پكښې 746 غیر قانوني مېشته كسان شامل وو ۔ …

پیښور ۔ 10 ستمبر (اے پي پي) د ګرډ پاکستان نه د غیر ملکیانو په خاص توګه د افغان وګړو ستنېدلو او د بیدخلۍ لړۍ روانه ده ۔ داخله و د قبائلی چارو محكمې خیبرپښتونخوا تر مخه د صوبې بېلا بېلو سرحدي مقاماتو، په خاص توګه طورخم څخه تېره ورځ نور 2 زره 491 افغانان وطن ته لېږلې شوي دي، چې پكښې 746 غیر قانوني مېشته كسان شامل وو ۔ داخله و د قبائلي چارو محكمې خیبرپښتونخوا تر مخه تر اوسه د خیبرپښتونخوا د پولو نه 7 لاکھه 43 زره نه زيات افغانان وطن ته ستانه شوي دي، په دغه كښې 6 لاکھه 5 زره 992 غیر قانوني مېشته افغان وګړي هم شامل وو ، دغسې 89 زره 467 پروف آف رجسټریشن کارډ لرونكې كډوال او 48 زره 254 افغان سټیزن کارډ لرونكې هم افغانستان ته لېږلې شوي دي ۔ د داخله محكمې خیبرپښتونخوا وېنا ده غیر قانوني افغان وګړي تر ټولو زیات د طورخم د لارې لېږلې شوي دي ،دغسې د نورو صوبو بشمول اسلام آباد، پنجاب، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان نه هم 30 زره 694 افغانان بېرته لېږلې شوي دي او دا سلسله د صوبائی حکومت او اړوندو ادارو په نګرانۍ كښې روانه ده ٬ چې د افغان وګړو قانوني او محفوظ انخلا باوري كړې شي ۔

مزید خبریں