د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ پلاوي ملاقات

پېښور 09 ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ پلاوي د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔د پېښور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطيف اكبر٬د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم راجه فاروق حېدر٬د لوكل ګورنمنټ وزير فيصل ممتاز راټهور٬د مذهبي چارو وزير احمد رضا قادري او …

پېښور 09 ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ پلاوي د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔د پېښور ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطيف اكبر٬د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم راجه فاروق حېدر٬د لوكل ګورنمنټ وزير فيصل ممتاز راټهور٬د مذهبي چارو وزير احمد رضا قادري او ايم ايل اے حسن ابراهيم او بشارت حسين شامل وو۔په ملاقات كښې د كشمير مسئلې او د هند غېر قانوني زير تسلط لاندې جمو كشمير كښې د روان هندي ظلم او بربريت په اړھ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پلاوې ګورنر ته ووئيل د كشمير مسئلې په اړه ون پوائنټ ايجنډۍ تيارۍ لپاره د هېواد سياسي مشرتابه سره ملاقاتونه كوو ٬د هېواد په كچه كل جماعتي كنفرنس د لارې د كشمير په مسئله ون پوائينټ متفقه ايجنډا جوړول غواړو٬سياسي مشرتابه سره د سينيټ چيئرمېن٬سپيكرز٬اعلٰی وزيران٬ګورنرز هم رابللې شي۔په ملاقات كښې په ټول هېواد كښې د اوسني سيلاب تباهۍ٬د دريابونو په غاړه د تجاوزات په اړه هم خبرې شوي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر پلاوي په درناوي كښې په ګورنر هاؤس كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړه۔

مزید خبریں