په جلال پور والا كښې سيلابي صورتحال ٬ د وګړو ويستلو له آپريش روان دے

ملتان۔ 08 ستمبر (اے پی پی) په جلال پور پیر والا كښې تېره شپه پېل كړے شوے ريسكيو آپرېشن تر دے دمه روان دے٬ د سېلابي صورتحال له امله انتظاميې ، ریسکیو 1122، پولیس، سول ډېفنس او نورو ادارو د مرستې او رېسكيو خپلې هلې ځلې روانې ساتلې دي۔ د ملتان ډويژن کمشنر عامر کریم خان ټوله شپه په موقع ولاړ پاتے شو او تر سهار كېدو يۍ د آپرېشن …

ملتان۔ 08 ستمبر (اے پی پی) په جلال پور پیر والا كښې تېره شپه پېل كړے شوے ريسكيو آپرېشن تر دے دمه روان دے٬ د سېلابي صورتحال له امله انتظاميې ، ریسکیو 1122، پولیس، سول ډېفنس او نورو ادارو د مرستې او رېسكيو خپلې هلې ځلې روانې ساتلې دي۔ د ملتان ډويژن کمشنر عامر کریم خان ټوله شپه په موقع ولاړ پاتے شو او تر سهار كېدو يۍ د آپرېشن نګراني كوله۔ ده سره ډپټی کمشنر او سی پی او هم په ځپليو سيمو كښې موجود ؤ۔ کمشنر عامر کریم خان ووئيل سېلاب ځپليو سيمو څخه د وګړو ويستلو آپرېشن به پرله پسې روان ساتلے شي۔ ده ووئيل محفوظ ځايونو ته د خلكو د منتقل كولو عمل تندۍ سره بشپړ كولے شي۔ ده ووئيل د پنجاب وزيراعلی د ریسکیو او ریلیف آپرېشن نېغ په نېغه نګراني كوي۔ کمشنر ووئيل د ځپليو وګړو حفاظت لومړۍ ترجيح ده او تر هغه وخت به هلې ځلې روانې ساتلې شي تر كومې چې ټول ټول وګړي محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوې نه وي