د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پاكستان ټيلي ويژن هيډكوارټر دوره٬عادل شاه زيب ته د پي ټي وي ورلډ مشر په چوكۍ سنبهالولو مباركي

اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پاكستان ټيلي ويژن هيډكوارټرز دوره كړی چرته چې هغه د نوموړې خبريال عادل شاه زيب ته د پي ټي وي ورلډ مشر چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړې۔په دې موقع ګورنر هيله څرګند كړه چې د هغه په مشرۍ كښې به د ادارې كاركردګۍ او پيشه وره معيار كښې نور هم ښه والے راشي۔فيصل كريم كنډي د عادل شاه …

اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پاكستان ټيلي ويژن هيډكوارټرز دوره كړی چرته چې هغه د نوموړې خبريال عادل شاه زيب ته د پي ټي وي ورلډ مشر چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړې۔په دې موقع ګورنر هيله څرګند كړه چې د هغه په مشرۍ كښې به د ادارې كاركردګۍ او پيشه وره معيار كښې نور هم ښه والے راشي۔فيصل كريم كنډي د عادل شاه زيب صحافتي خذمات ستائېلو سره ووئيل هغه نه يوازې په صحافت كښې يو معتبر نوم دے بلكې پخپل بصيرت او تجرب به قامي خپرونه اداره د جديدو تقاضو څخه سر سمولو كښې مهم كردار ادا كړي۔ده ووئيل د پي ټي وي پشان قامي ادارې مضبوطيا په اصل كښې د هېواد د بيانيې مضبوطيا ده۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كنډي د پي ټي وي ھيډ كوارټرز د بېلو څانګو هم دوره وكړه او معركه حق آپرېشن او بنيان مرصوص كښې د پي ټي وي په كردار يې د ادارې ټولو اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔

مزید خبریں