د دفاع ورځ مونږ ته د خپلو وسله والو ځواكونو سترې قربانۍ ٬ اولسي يووالې او وطن سره د مينې جذبه رايادوي٬ د بلوچستان پارليماني سيكرټري

کوئټه۔ 05 ستمبر (اے پی پی) د اېکسائز و ټېکسېشن صوبائي پارلیماني سېکرټري او د پاكستان مسلم ليګ ن د صوبائي اسمبلۍ غړي حاجي اېم خان لهړی د دفاع ورځې 6 ستمبر په مناسبت سره وئيلي دي د دفاع ورځ مونږ ته د خپلو وسله والو ځواكونو سترې قربانۍ ٬ اولسي يووالې او وطن سره د مينې جذبه رايادوي۔ ده ووئيل په 6 ستمبر 1965 ټول قام چې په څه …

کوئټه۔ 05 ستمبر (اے پی پی) د اېکسائز و ټېکسېشن صوبائي پارلیماني سېکرټري او د پاكستان مسلم ليګ ن د صوبائي اسمبلۍ غړي حاجي اېم خان لهړی د دفاع ورځې 6 ستمبر په مناسبت سره وئيلي دي د دفاع ورځ مونږ ته د خپلو وسله والو ځواكونو سترې قربانۍ ٬ اولسي يووالې او وطن سره د مينې جذبه رايادوي۔ ده ووئيل په 6 ستمبر 1965 ټول قام چې په څه ډول د هېواد دفاع وكړه هغه زمونږ د تاريخ روښانه باب دے۔ ده ووئيل پاكستانے اولس نن هم په هغه جوش او ولوله سره د دښمن د هر ناپاكه عزم ناكامه كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل د دفاع ورځ مونږ ته د دې خبرې سبق راكوي چې مونږ د قامي يووالي او قربانۍ جذبه ژوندۍ اوساتؤ۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان مسلم لیګ (ن) به د هېواد سلامتيا ٬ خپلواكۍ او پرمختګ لپاره هر ممكن كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں