کوئټه۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ذيلي ادارې (اېف اے او) د اعلی كچې پلاوي د بلوچستان فوډ اتھارټي هيډكوارټرز دوره وكړه۔ په پلاوي كښې مسټر مارټن روز، مسز اوومو بیری او ډاكټر مسز احمد شامله وه۔ د دورې مقصد په بلوچستان كښې د فوډ کنټرول سسټم بشپړ جاج اغستل او د فوډ سېفټی او رېګولېټری نظام د نړيوال معيار له مخې په …
د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ادارې پلاوي د بلوچستان فوډ اتھارټي هيډكوارټرز دوره

مزید خبریں
کوئټه۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ذيلي ادارې (اېف اے او) د اعلی كچې پلاوي د بلوچستان فوډ اتھارټي هيډكوارټرز دوره وكړه۔ په پلاوي كښې مسټر مارټن روز، مسز اوومو بیری او ډاكټر مسز احمد شامله وه۔ د دورې مقصد په بلوچستان كښې د فوډ کنټرول سسټم بشپړ جاج اغستل او د فوډ سېفټی او رېګولېټری نظام د نړيوال معيار له مخې په عصري بنيادونو اودرولو كښې مرسته كول دي۔ په دې موقع ډي جي بلوچستان فوډ اتھارټی وقار خورشید عالم پلاوي ته د اتھارټی د كار ، بېلو منصوبو او عملي ګامونو په اړه بريفنګ وركړو۔ پلاوي د بلوچستان فوډ اتھارټی د بېلو برخو او د عصري فوډ ټېسټنګ لېبارټرو معائنه وكړه۔ وفد د بی اېف اے د هڅو ستائنه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې په صوبائي كچه روان اقدامات بايد نړيوال معيار سره هم آهنګ كړے شي۔ پلاوي باور وركړو چې اېف اے او به په پاكستان كښې د فوډ سېفټي نظام ښه كولو كښې تكنيكي مرسته كوي او د تربيې موقعې به برابروي او دا به نه يوازې په بلوچستان بلكې په ګرد هېواد كښې سم ٬ معياري او محفوظ خوراك جوړولو له يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔ دغسې دا به په سباؤن كښې صوبې څخه د خوارك مصنوعات برآمد كولو كښې هم په زره پورې كردار ترسره كړي









