د وفاقي وزير امير مقام د لواړګي افغان ھولډنګ کیمپ دوره

لنډی کوتل ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان حكومت لخوا د افغان زلزله ځپلو لپاره د مرستې په سامان مشتمل 5 کنټېنرې د زيارت په ورځ په طورخم پوله وفاقی وزیر امیر مقام د افغانستان کونسل جنرل حافظ مجیب اے شاکر او نورو افغان چارواكو ته وسپارلې۔ د وزیر اعظم لخوا د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستې سامان په طورخم پوله افغان چارواكو ته د سپارلو په …

لنډی کوتل ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان حكومت لخوا د افغان زلزله ځپلو لپاره د مرستې په سامان مشتمل 5 کنټېنرې د زيارت په ورځ په طورخم پوله وفاقی وزیر امیر مقام د افغانستان کونسل جنرل حافظ مجیب اے شاکر او نورو افغان چارواكو ته وسپارلې۔ د وزیر اعظم لخوا د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستې سامان په طورخم پوله افغان چارواكو ته د سپارلو په موقع وفاقی وزیر انجنئیر امیر مقام، د اېن ډی اېم اے چارواكي ، اسسټنټ کمشنر افراسیاب زبېر ، امنيتي چارواكي ، پخوانے اېم پی اے شفیق شېر آفریدي، بلاول آفریدي، د پاکستان مسلم لیګ ن لارښود ملک سردار اعظم آفريدي ،ملک سید غاجان آفریدي، ساجد علي آفریدي، ملک نثار آفریدي او نور چارواكي موجود وو۔ د وفاقی حکومت لخوا د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د مرستې سامان په سپارلو افغان چارواكو د پاكستاني حكومت مننه او د دې اقدام ستائنه وكړه۔

مزید خبریں