د چناب او راوي دريابونو خوا وشا ته نزدې خوړونو كښې د اوبو زياتېدو انیښنه ده٬ پي ډي ايم اے

لاهور۔ 3 ستمبر (اے پي پي) په راروانو 48 ساعتو كښې د چناب او راوي دريابونو خوا و شا ته نزدې خوړونو كښې د اوبو بهېدنه كښې د غېر معمولي زياتوالي اندېښنه ده۔ د پي ډي ايم اے وياند تر مخه په چناب درېاب كښې د ډېرې اوچتې درجې سېلاب خبردارے جاري كړے شوے ٬ د اوسنو شړق بارانونو په سبب د چناب درياب او نزدې خوړونو كښې د اوبو …

لاهور۔ 3 ستمبر (اے پي پي) په راروانو 48 ساعتو كښې د چناب او راوي دريابونو خوا و شا ته نزدې خوړونو كښې د اوبو بهېدنه كښې د غېر معمولي زياتوالي اندېښنه ده۔ د پي ډي ايم اے وياند تر مخه په چناب درېاب كښې د ډېرې اوچتې درجې سېلاب خبردارے جاري كړے شوے ٬ د اوسنو شړق بارانونو په سبب د چناب درياب او نزدې خوړونو كښې د اوبو زياتېدو امكان دے۔ په چناب درياب كښې په هيډ مراله د اوبو كچه پرله پسې زياتېږي ټ٬ په هيډ مراله د اوبو بهېدنه 2 لاكهه 84 زره كيوسك ده ٬ په خانكي هيډ وركس 2 لاكهه 97 زره ده او د قادر آباد په مقام د اوبو بهېدنه 2 لاكهه 13 زره كيوسك ده۔ د وياند تر مخه په راروانو 48 ساعتو كښې د راوي او چناب خوا و شا خوړونو كښې د اوبو بهېدنه غېر معمولي زياتېدې شي ۔ د خبرداري تر مخه د سېلابي صورتحال تر مخه د سيالكوټ ٬ وزيرآباد ٬ ګجرانواله ٬ منډي بهاوالدين ٬ حافظ آباد ٬ سرګودها ٬ چنيوټ ٬ جهنګ ٬ قصور ٬ اوكاړه ٬ پاكپتن٬ وهاړي٬ بهاولنګر٬ لودهران ٬ بهاولپور ٬ ملتان او مظفر ګړه ډپټي كمشنر ته الرټ كړے شوے دے۔

مزید خبریں