پېښور 03 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډی د كوئټې په سریاب روډ شاهوانی اسټیډیم ته نزدې د چاؤدنې پېښې غندلو سره د دې په نتيجه كښې د 14 كسانو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ او …
د خيبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډی د سریاب روډ چاؤدنه وغندله
پېښور 03 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډی د كوئټې په سریاب روډ شاهوانی اسټیډیم ته نزدې د چاؤدنې پېښې غندلو سره د دې په نتيجه كښې د 14 كسانو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ او د ژوبل شوو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډی ووئيل د افسوس وړ په دې پېښه كښې د بلوچستان حكومت او اولس سره غمرازي كوو، د غمجنيو كورنيو په غم كښې شريك يو۔ده ووئيل پېښه د افسوس وړ او انسانیت دښمنه اقدام دے۔ ده زياته كړه چې د بېګناه كسانو ناحقه وينه بهونكي د انسانیت او د بلوچستان د امن دښمنان دي۔












