کوئټه۔ 03 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخې د ټراما سېنټر سول روغتون دوره وكړه او دغلته يۍ د شاهواني سټيډيم چاؤدنه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنه وكړه۔ ده په وارډ كښې هر يو څخه د هغه خېريت وپوښتلو۔ د بلوچستان ګورنر خصوصي هدايات جاري كړل چې ژوبل شوو ته ټولې ضروري طبي آسانۍ وركول دې باوري كړې شي او زيات ژوبل كسان دې فوري درملنو …
د بلوچستان ګورنر په چاؤدنه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنې له د ټراما سينټر سول روغتون دوره
کوئټه۔ 03 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخې د ټراما سېنټر سول روغتون دوره وكړه او دغلته يۍ د شاهواني سټيډيم چاؤدنه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنه وكړه۔ ده په وارډ كښې هر يو څخه د هغه خېريت وپوښتلو۔ د بلوچستان ګورنر خصوصي هدايات جاري كړل چې ژوبل شوو ته ټولې ضروري طبي آسانۍ وركول دې باوري كړې شي او زيات ژوبل كسان دې فوري درملنو له كراچۍ ته منتقل كړې شي۔ د ټراما سېنټر دورې په مهال ګورنر په پېښه ژوره اندېښنه ښكاره كړه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره يۍ دعا وكړه۔ وروستو ګورنر جعفرخان مندوخېل میډیا سره خبرو كښې ووئيل چې د سرياب چاؤدنې پېښه كه هر څومره وغندلې شي كمه ده۔ چاؤدنه كوؤنكي د انسانيت دښمنان دي٬ حكومت به وژونكو ته سخته سزا وركوي۔ ده ووئيل امن په ځايې كول صوبائي معامله ده او د ضرورت له مخې به وفاقي حكومت هم زمونږ مرسته كوي۔ ده ووئيل د روغتيا صوبائي وزير او ډاكټرانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوم ۔ ده ووئيل په صوبه كښې امن په ځاې كولو له به ټولو له په ګډه خپل كردار ترسره كول وي۔ په دې موقعه د روغتيا صوبائي وزير بخت اېم كاكړ ووئيل شاهوانی اسټېډیم څخه بهر چاؤدنه كښې 15 كسان مړه او 38 ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د ځانمرګي بريد پلټنې پېل كړي دي۔ ده ووئيل د زيات ټينګ امنيت له امله پاك پروردګار لويې پېښې څخه بچ كړې يوو۔ ده ووئيل په ګرده صوبه كښې تھرېټ موجود دے ٬ ضلعي انتظاميې د ګوند عهدېداران د تھرېټ په اړه خبر كړي وو












