پېښور 02 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی سره اپوزیشن لیډر ډاکټر عباد ملاقات کړې۔ په ګورنر هاؤس كښې شوې ملاقات كښې صوبه كښې په سېلابی صورتحال ، د ځپليو په مرسته او دې سره سره سباؤن كښې د هغوي د آباد کارۍ په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی ووئيل د سېلاب ځپليو مرسته كښې د سیاسی ګوندونو …
ګورنر فیصل کریم کنډی سره اپوزیشن لیډر ډاکټر عباد وليدل
پېښور 02 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی سره اپوزیشن لیډر ډاکټر عباد ملاقات کړې۔ په ګورنر هاؤس كښې شوې ملاقات كښې صوبه كښې په سېلابی صورتحال ، د ځپليو په مرسته او دې سره سره سباؤن كښې د هغوي د آباد کارۍ په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی ووئيل د سېلاب ځپليو مرسته كښې د سیاسی ګوندونو او سماجی تنظیمونو کردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د ځپليو آباد کارۍ لپاره به سیاسی ګوندونو له يو موټې كېدو سره كار كول وي، دواړه لارښود دې خبرې ته سلا شوي چې د سېلاب ځپليو آباد کاری او سباؤن كښې دې ډول زيانونو څخه بچ كيدو لپاره دې وفاق سره په ګډه هڅي وكړې شي۔












