سیالكوټ۔ 28 اګست (اے پي پي) سیالکوټ انټرنېشنل ائیرپورټ ته د چناب درياب سېلابي اوبه ننوتلې دي۔ د تفصیلات له مخې تېره شپه د چناب بند شلېدو سره پېوست سيمې سېلابي صورتحال سره مخ شوې چې له امله يۍ خلق زيات ځاني او مالي زيان سره مخ شول۔ د زيارت په ورځ په درياب كښې د اوبو كچې زياتېدو د لاسه اوبه اول د سيالكوټ ائیرپورټ مېن ګېټ او بيا …
سيالكوټ انټيرنيشل ائيرپورټ ته د چناب درياب سيلابي اوبه ورغلې

مزید خبریں
سیالكوټ۔ 28 اګست (اے پي پي) سیالکوټ انټرنېشنل ائیرپورټ ته د چناب درياب سېلابي اوبه ننوتلې دي۔ د تفصیلات له مخې تېره شپه د چناب بند شلېدو سره پېوست سيمې سېلابي صورتحال سره مخ شوې چې له امله يۍ خلق زيات ځاني او مالي زيان سره مخ شول۔ د زيارت په ورځ په درياب كښې د اوبو كچې زياتېدو د لاسه اوبه اول د سيالكوټ ائیرپورټ مېن ګېټ او بيا دھانانوالي كلي ته ورسېدې۔ د ائیرپورټ مېن ګېټ سره په سړك اوبه بهېېږي او د يوې اندازې له مخې په يو ساعت كښې د اوبو كچه نزدې يو نيم انچ لوړېږي ٬ په دې كچه كښې راتلونكي وخت كښې كمے يا زياتې راتللے شي۔ د سيالكوټ ايئرپورټ ګېټ مخې ته په سړك نزدې 3 فټه اوبه روانې دي كومې چې په رو رو زياتېږي۔ خلق يرې اخستي دي او د كورونو څخه بهر راوځي۔










