د ګورنر فيصل كيرم كنډي په پنجاب كښې د سيلاب دلاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 28 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په پنجاب كښې د سېلابي اوبو دلاسه په شوې زيانونو د ژور افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل ټول اولس سېلاب ځپليو سره د هغوي په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا هم د سېلاب د لاسه زياته ځپلې شوې ده۔ ګورنر سېلابي صورتحال سره د مخ …

پېښور ۔ 28 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په پنجاب كښې د سېلابي اوبو دلاسه په شوې زيانونو د ژور افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل ټول اولس سېلاب ځپليو سره د هغوي په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا هم د سېلاب د لاسه زياته ځپلې شوې ده۔ ګورنر سېلابي صورتحال سره د مخ وګړو په مرسته كښې مصروف پاك پوځ ٬ پوليس او نورو ادارو ته د عقيدت پېرزوئنې هم وړاندې كړې۔ ده ووئيل پاك پوځ تل د پاكستان او پاكستاني اولس په تحفظ كښې مثالي كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل ضرورت ددے خبرې دې چې مونږ د يو قام په حېث د سېلاب ځپليو مرسته او بحالي كښې خپل كردار ترسره كولو سره سره په سباؤن كښې ددې ډول زيانونو څخه بچ كېدو له تګلاره وضعه كړو او هغه عملي كړؤ۔

مزید خبریں