پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې صوبائي حكومت دا خبره په ډاګه كړې ده چې په اېن اېف سي كښې د ضم شوو ضلعو لپاره كومه برخه بېله كړې شوې نه وه ولې چې دغه مهال پخوانۍ فاټا د صوبې برخه نه وه البته د فاټا ريفارمز 2016 كمېټۍ په رپورټ كښې دا تجويز وركړے شوے ؤ چې د اېن اېف سي لاندې په …
د فاټا انضمام لاندې خيبر پښتونخوا له هر كال 100 بلينه روپۍ وركول وو خو دا رقم ادا نه كړے شو : كے پي حكومت
پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې صوبائي حكومت دا خبره په ډاګه كړې ده چې په اېن اېف سي كښې د ضم شوو ضلعو لپاره كومه برخه بېله كړې شوې نه وه ولې چې دغه مهال پخوانۍ فاټا د صوبې برخه نه وه البته د فاټا ريفارمز 2016 كمېټۍ په رپورټ كښې دا تجويز وركړے شوے ؤ چې د اېن اېف سي لاندې په وفاقي تقسيم شوي پول كښې د ترلاسه وسائلو 3 فيصده به ضم شوو ضلعو له په كلن بنياد بېلول وي۔ وفاقي حكومت د 25 م آئيني بدلون لاندې پخوانۍ قبائلي سيمه د صوبې په آبادو سيمو كښې د ضم كولو عمل هوارولو له لس كلنه پرمختيائي منصوبه تياره كړه چې له مخې يۍ خېبر پښتونخوا ته هر كال 100 بلينه روپۍ ادا كول وو كومې چې په بشپړه توګه نه دي ادا كړې شوې۔ د پوښتنو دمې په مهال د پي پي پارليماني لارښود احمد كنډي پوښتنه وړه چې ضم شوو ضلعو لپاره اېن اېف سي كښې درې فيصده برخه مختص كړې شوې ده؟ ده ووئيل د خزانې وزير ذمه واري ده چې هغه هر كال د اېن اېف سي جاج اخلي د كوم رپورټ چې هغه د آئين له مخې په صوبائي اسمبلۍ كښې جمع كوي خو دا رپورټ نه دے جمع كړے شوے۔ ده ووئيل كه امن او سېلاب مهمې مسئلې دي نو اېن اېف سي هم يوه نكته ده ولې چې د دې تعلق معيشت سره دے۔ كه اېن اېف سي نه شاملېږي د دې به لوے زيان صوبې ته ورسي۔ ایوان د بنک آف خېبر په اړه د جے يو آئي غړي عدنان خان د پوښتنې ځواب هم كمېټۍ ته ولېږلو۔










