د صوبې اولس به زر د بېنك آف بلوچستان په اړه زېرے واوري٬ د بلوچستان وزيراعلې

كوئټه۔ 26 اګست (اےپي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي وئېلې دي د بلوچستان اولس به زر د بېنك آف بلوچستان په اړه زېرے واوري٬ د بېنګ جوړېدو په اړه ابتدائي فېزېبلټي راپور د عمل جوګه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پخپله مشرۍ كښې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې د بېنك آف بلوچستان جوړولو منصوبې په زر فعاله كولو اتفاق وكړے شو۔ چارواكو د اړخه د …

كوئټه۔ 26 اګست (اےپي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي وئېلې دي د بلوچستان اولس به زر د بېنك آف بلوچستان په اړه زېرے واوري٬ د بېنګ جوړېدو په اړه ابتدائي فېزېبلټي راپور د عمل جوګه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پخپله مشرۍ كښې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې د بېنك آف بلوچستان جوړولو منصوبې په زر فعاله كولو اتفاق وكړے شو۔ چارواكو د اړخه د بېنګ آف بلوچستان جوړولو په اړه ابتدائي فېزېبلټي راپور وړاندې كړے شو۔ وزيراعلې منصوبه د عمل وړ ګرځولو سره په يوه اوونۍ كښې د آپرېشنل پلان مرتب كولو امر وكړو۔ مير سرفراز بګټي ووئېل د بېبنك د لارې به معاشي هلو ځلو ته وده تر لاسه شي ٬ د بلوچستان بېنك څخه به اولس ٬ تاجرانو او سرمايه كارو ته د معياري بنكنګ اساني تر لاسه شي٬ د بلوچستان اولس به زر دا زېرے واوري۔ ده ووئېل د بېنك آف بلوچستان جوړېدو څخه به معاشي هلې ځلې زياتې شي او د صوبې ځوانانو ته به د روزګار موقعې په لاس ورشي ۔ دا بېنك به د صوبې په معيشت كښې مهم د ميل كاڼۍ ثابت شي۔

مزید خبریں