وفاقي وزير انجينئر امير مقام د سوات په منګلور سيمه كښې د الخدمت فاؤنډيشن فلاحي كيمپ دوره وكړه

سوات 24 اګست (اے پي پي) د كشمير ، ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صوبائي صدر انجينئر امير مقام د اتوار په ورځ د سوات په منګلور سيمه كښې د الخدمت فاؤنډيشن فلاحي كيمپ دوره وكړه۔د دورے په مهال هغه د الخدمت فاؤنډيشن د اړخه د ځپليو مرستي لپاره د روانو هلو ځلو جاج واخست او د تنظيم خدمات ستائلو سره …

سوات 24 اګست (اے پي پي) د كشمير ، ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صوبائي صدر انجينئر امير مقام د اتوار په ورځ د سوات په منګلور سيمه كښې د الخدمت فاؤنډيشن فلاحي كيمپ دوره وكړه۔د دورے په مهال هغه د الخدمت فاؤنډيشن د اړخه د ځپليو مرستي لپاره د روانو هلو ځلو جاج واخست او د تنظيم خدمات ستائلو سره ئې ووئيل په دې مشكل وخت كښې د اولس خذمت كول يو عظيم كارِ خير دے،په دې الخدمت فاؤنډيشن د ستائنې وړ دے۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام په كيمپ كښې د موجود رضا كارو سره ملاقات وكړو،د هغوې حوصله ئې زياته كړه او د هغوې په خذمات ئې مننه وكړه۔ ده ووئيل قومونه هغه وخت پرمختګ كوي كله چې د يو بل په دړد كښې شريك شي۔ده د دې خبري پخلے وكړو چې حكومت به د ځپليو تر بحالۍ هر ممكن مرسته كوي، حكومت د فلاحي ادارو سره په رابطه كښې دے دغسې چې امدادي كارونه په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللې شي۔د الخدمت فاؤنډيشن نمائندګانو وفاقي وزير د روانو هلو ځلو ، ضروريات او د سباؤن منصوبو څخه خبر كړو په دې انجينئر امير مقام د خپل اړخه د ب شپړه مرستي باور وركړو۔

مزید خبریں