پېښور 24 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور ډیره اسماعیل خان كښې د طوفان او بارانونو له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د پېښور وزیراعلیٰ هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعلیٰ په بېلو پېښو كښې د 8 كسانو په حق رسيدلو د غم دړد څرګندونه كولو سره د غمجنو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ …
د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور ډیره اسماعیل خان كښې د طوفان او بارانونو له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه
پېښور 24 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور ډیره اسماعیل خان كښې د طوفان او بارانونو له امله په شوې ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د پېښور وزیراعلیٰ هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعلیٰ په بېلو پېښو كښې د 8 كسانو په حق رسيدلو د غم دړد څرګندونه كولو سره د غمجنو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كړې۔ وزیراعلیٰ په پېښو كښې په حق رسيدلو كسانو كورنيو له د زغم دعا اوكړه۔ وزیراعلیٰ د ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ وزیراعلیٰ سپارښتنه وكړه چې ځپليو له په سمدستي توګه د ریلیف او مرستي ضروری اقدامات وكړې شي،د ځپليو د زيانونو ازالے او د هغوې بحالۍ له دې سمدستي اقدامات وكړې شي۔ وزیراعلیٰ ووئيل صوبائی حكومت به ځپلي كورنۍ يواځې نه پرېږدي او د هغوې به بشپړه مرسته كولې شي،د ځپليو مرستي لپاره له ټول وسائل كارولې شي۔










