كوئټه ۔ 22 اګست (اےپي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر مندو خېل وئېلې دي پرائمري تعليم د كوم هم هېواد په تعليمي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري كوم چې د سباون د تعليمي كاميابۍ بنياد دے۔ د شروعات نه پرائمري تعليم ته په پام لرنه كولو مونږ د خواندګۍ شرح ډېره ښه كولې شوو٬ زمونږ لږه او خوره وره ودانۍ ته ټولې بنيادي اسننۍ په درشل رسول …
پرائمري تعليم د كوم هم هېواد په تعليمي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ د بلوچستان ګورنر

مزید خبریں
كوئټه ۔ 22 اګست (اےپي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر مندو خېل وئېلې دي پرائمري تعليم د كوم هم هېواد په تعليمي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري كوم چې د سباون د تعليمي كاميابۍ بنياد دے۔ د شروعات نه پرائمري تعليم ته په پام لرنه كولو مونږ د خواندګۍ شرح ډېره ښه كولې شوو٬ زمونږ لږه او خوره وره ودانۍ ته ټولې بنيادي اسننۍ په درشل رسول ډېر ګران كار دے لهذا د يو تعليم لرونكې او ترقي كړي بلوچستان وژن په حقيقت بدلولو لپاره مونږ ته د پرمختګ كړو هېوادونو او د نړيوالو ادارو د خاص مرستې او لارښونې زيات ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ بيوټمز يوونيورسټي كښې د يونيسف او ناروے جكومت تر سېوري لاندې بلوچستان كښې د پرائمري ٬ مډل او ټېكنېكل ايجوكېشن په اړه د تعليمي پروګرام ګدون كوونكو ته وېنا كښې وكړه۔ په دې مهال د بيوټمز وائس چانسلر داكټر خالد خفيظ ٬ د يونيسف صوبايئ مشره مريم دروېش ٬ د بلوجستان يونيورستۍ وائس چانسلر ډاكټر ظهور بازئۍ او نور پوهان و چارواكو بشمول زده كوونكې هم موجود وو۔ په دې موقع ګورنر ووئېل د نن دا دستوره د ډېر اهميت وړ ده ځكه چې وېنا والو او پوهانو زمونږ د صوبې د پرائمري تعليم په اړه زمكيز حقائق او رښتينې شمېرې وړاندې كړې چې ورسره به حكومت ته د سباون يوه جامع او مستقل تګلارې جوړولو له مرسته او لارښونه تر لاسه شي۔ ګورنر ووئېل پرائمري تعليم د كوم هم هېواد په تعليمي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري او كوم چې د سباون د تعليمي كاميابۍ اصل بنياد دے٬ بلوچستان اګر چه د زمكې په توګه د هېواد تر ټولو لويه صوبه ده خو د دې لږې مګر خورې ورې ودانۍ ته بنيادي اسانۍ په درشل رسول ډېر ګران ګار دے۔ ٬ ځكه مونږ د يو ترقي كړي بلوچستان وژن په حقيقت بدلولو لپاره د نړۍ د پرمختګ ګرو هېوادونو او د نړيوالو ادارو مرستې او خاص لارښونې ته زيات ضرورت لرو ۔ ده ووئېل په بلوچستان كښې د پرائمري تعليم صورتحال ډېر د اندیښنې وړ دے ٬ دلته نن هم 29 لاكه 60 زره ماشومان د سكولو نه بهر دي او دغسې زموڼږ د ودانۍ يوه برخه د تعليم نه محرومه ده۔








