ګورنر فيصل کريم کنډي د بيلجيئم پخواني وزيراعظم اېليو ډي روپو سره وليدل

پېښور 22 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د بيلجيئم پخواني وزيراعظم او د اروپائي پارلمان غړي ايليو ډي روپو (Elio de Rupo) سره ليدلي دي ۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري رپورټ له مخې په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو، موسمياتي بدلون په مضمرات او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې مههال ګورنر ايليو ډي …

پېښور 22 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د بيلجيئم پخواني وزيراعظم او د اروپائي پارلمان غړي ايليو ډي روپو (Elio de Rupo) سره ليدلي دي ۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري رپورټ له مخې په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو، موسمياتي بدلون په مضمرات او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې مههال ګورنر ايليو ډي روپو په پاکستان كښې د موسمياتي بدلون له امله د رامخې ته تباهۍ او په لويه كچه د ځاني او مالي زيانونو نه خبر كړو٬ ګورنر د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي لپاره په ګډې لائحې٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد په سنګينو خلاف ورزو او د دې په تل پاتي حل رڼا واچوله۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې حل نه غېر په منطقه كښې د امن خوب رښتيا كېدے نشي۔ په دې موقع ايليو ډي روپو پاکستان سره د اروپائي ائتلاف د خاص اړيكو د اهميت پخلي كولو سره ووئيل زه به د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره د پاكستان د معاونت لاره هواره ووم او د صوبې په سېلاب ځپلو سيمو كښې به هر ډول ممكنه مرستېه باوري كوم۔ په دې موقع د كشمير كونسل چيئرمېن اي يو علي رضا سيد، د بيلجيئم کاروباري شخصيت سيد حسن افتخار، په بيلجيئم كښې د پاکستان ډپټي هيډ آف مشن سيد فراز حسېن زيدي او اسد نواز هم موجود وٶ۔

مزید خبریں