کوئټه 22 اګست (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخېل وئيلي دي بنيادي تعليم د هر هېواد په تعليمي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري كوم چې د سباٶن د تعليمي كاميابۍ حقيقي بنياد دے۔ ګورنر دا خبرې د جمعې په ورځ په بيوټمز پوهنتون كښې د يونېسف او ناروے حكومت تر سېوري لاندې په بلوچستان كښې پرائمري٬ مډل او ټېكنيكل اېجوكېشن په حواله د تعليم پروګرام …
بنيادي تعليم د هر هېواد په تعليمي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ د بلوچسان ګورنر

مزید خبریں
کوئټه 22 اګست (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخېل وئيلي دي بنيادي تعليم د هر هېواد په تعليمي نظام كښې د ملا د تير حېثيت لري كوم چې د سباٶن د تعليمي كاميابۍ حقيقي بنياد دے۔ ګورنر دا خبرې د جمعې په ورځ په بيوټمز پوهنتون كښې د يونېسف او ناروے حكومت تر سېوري لاندې په بلوچستان كښې پرائمري٬ مډل او ټېكنيكل اېجوكېشن په حواله د تعليم پروګرام په دستوره كښې ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ګورنر ووئيل د پېل څخه پرائمري تعليم ته په پام لرنه مونږ د لوستې شرح ښه كولې شو٬ زمونږ لږې خو خورې ورې آبادۍ ته ټول بنيادي سهولتونه په چوكاټ رسول ګران دي دې لپاره د لوستې او پرمختللي بلوچستان وژن په حقيقت بدلولو لپاره مونږ له د نړۍ پرمختللو هېوادونو او د نړيوالو ادارو خاص مرستې او لارښودنې ته اړتيا ده۔ په دستوره كښې د يونيسف صوبائي مشره مريم دروېش، د بيوټمز پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر خالد حفيظ، د بلوچستان پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر ظهور بازئۍ، د بيوټمز پوهنتون پرو وائس چانسلر ډاکټر ميرويس خان کاسي او پلوشه جلال زئۍ پشمول په لويه شمېره استاذان او زده كوٶنكي موجود وو۔








