سمندر پورې پاکستانيان په هره سخته كښې پاكستان سره ولاړ پاتي دي ٬ ترهګر د خبرو اترو نه انكاري دي٬ د اپرېشن نه علاوه بله لاره نه وه۔ ګورنر فيصل کريم کنډي

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي صوبه د ترهګرۍ نه پس او د سېلاب تباهۍ سره مخ ده٬ سمندر پورې پاکستانيان په هره سخته كښې پاكستان سره ولاړ پاتي دي ٬ ترهګر د خبرو اترو نه انكاري دي٬ د اپرېشن نه علاوه بله لاره نه وه۔ ګورنر دا خبرې د زيارت په ورځ په برسلز كښې د پاکستان کميونټۍ ته …

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي صوبه د ترهګرۍ نه پس او د سېلاب تباهۍ سره مخ ده٬ سمندر پورې پاکستانيان په هره سخته كښې پاكستان سره ولاړ پاتي دي ٬ ترهګر د خبرو اترو نه انكاري دي٬ د اپرېشن نه علاوه بله لاره نه وه۔ ګورنر دا خبرې د زيارت په ورځ په برسلز كښې د پاکستان کميونټۍ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع فېصل کريم کنډي اوورسيز پاکستانيانو ته د سېلاب ځپلو د مرستې غږ كولو سره ووئيل اوورسيز پاکستانيان په هره سخته كښې پاكستان سره ولاړ پاتي دي ٬ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هلال احمر د لارې نېغه په نېغه مرسته ځپلو ضلعو ته لېږلې شي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون په سبب په خېبرپښتونخوا تباهي كوونكې سېلابونه راځي٬ د اوبو د شړق پېشنګوئي د موسميات څانګه هم نشي كولې۔ فېصل کريم کنډي ووئيل د ترهګرۍ نه وروستو صوبه د موسمياتي بدلون اثرات سره مخ ده۔ فېصل کريم کنډي ووئيل ترهګر د خبرو اترو نه انكاري دي٬ د اپرېشن نه علاوه بله لاره نه وه۔ ده ووېيل بلاول بھټو په نړيواله ميډيا د پاكستان او كشمير مقدمه په ښه ډول وړاندې كړې٬ بېنظير بھټو شهيدې هېواد ته د ميزائل ټيکنالوجي وركړې او هم دغه ټيکنالوجي د هند په ضد ډهال كړې شوې۔ ده ووئيل پاکستان د اسلامي نړۍ قائد دے٬ د ايران اسرائيل جنګ نه وروستو د ايران صدر مننه كولو لپاره اسلام آباد ته راغلے٬ د چين، آذربائيجان او د ترکيه د مرستې هم مننه كوٶ۔ ده ووئيل امريكې سره په هره كچه اړيكې زياتېږي، هند سره د جنګ نه پس د سمندر پورې پاکستانيانو اعتماد لا بحال شوے٬اوورسيز پاکستانيان دې په سرمايه کارۍ، صنعت، زراعت، معدنيات او په سېلګرۍ كښې كردار ولوبوي۔ د يادونې وړ ده ګورنر فېصل کريم کنډي د اروپائي ائتلاف كشمير کونسل په بلنه په درې ورځنۍ دوره بېلجيئم كښې دے چرته چې به ګورنر د اروپائي پارلمان غړو او د بيلجيئم چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔

مزید خبریں