د خيبر پښتونخوا ټورازم اتھارټي او ايټا ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك شو

پېښور ۔ 20 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا کلچر اېنډ ټورازم اتھارټی او ايټا ترمينځه درېو كلونو لپاره د تفاهم يادښت لاس ليك كړے شو۔ د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ څانګې له مخې په خېبر پښتونخوا ټورازم اتھارټي كښې به په سباؤن كښې كومه هم بھرتي د ايټا ټېسټ د لارې كولې شي۔ په دې لړ كښې تېره ورځ د ډي جي خېبر پښتونخوا کلچر اېنډ ټورازم اتھارټی …

پېښور ۔ 20 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا کلچر اېنډ ټورازم اتھارټی او ايټا ترمينځه درېو كلونو لپاره د تفاهم يادښت لاس ليك كړے شو۔ د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ څانګې له مخې په خېبر پښتونخوا ټورازم اتھارټي كښې به په سباؤن كښې كومه هم بھرتي د ايټا ټېسټ د لارې كولې شي۔ په دې لړ كښې تېره ورځ د ډي جي خېبر پښتونخوا کلچر اېنډ ټورازم اتھارټی حبیب اے عارف او اي ډي ايټا عادل سعيد صافي ترمينځه د ټورازم اتھارټي په كنفرنس روم كښې ميټنګ وشو۔ دې څخه وروستو په باقاعده توګه دواړو څانګو درېو كالو مودې لپاره د تفاهم يادښت لاس ليك كړو۔ د يادښت له مخې په راروانو درېو كلونو كښې به په اتھارټي كښې كوم قسم هم بھرتي د ايټا ټېسټ د لارې كولې شي۔ د ډي جي ټورازم حبيب اے عارف وېنا وه د تفاهم يادښت لاس ليك كېدو مقصد نوې بهرتۍ په سپېځلې ډول كول او دې لپاره مناسبه تګلاره وضعه كول دي۔

مزید خبریں