اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب مرستيالې ادارې کنګ سلمان ريليف سنټر د اړخه په 10 زره شیلټر کټس او 10 زره فوډ پیکیجز مشتمل د مرستې سامان د پاكستان حکومت ته سپارلے شوے دغسې په دې موقع د سعودي عرب په پاکستان كښې سفیر نواف بن سعید المالکی ووئيل سعودي عرب په هر مشکل وخت كښې د پاکستان حکومت او اولس سره ولاړ دے۔د شورو …
کنګ سلمان ريليف سنټر د اړخه سېلاب ځپلو له د 10 زره شیلټر کټس او د 10 زره فوډ پیکیجز بشمول نور د مرستې سامان د پاكستان حکومت ته وسپارلے شو
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب مرستيالې ادارې کنګ سلمان ريليف سنټر د اړخه په 10 زره شیلټر کټس او 10 زره فوډ پیکیجز مشتمل د مرستې سامان د پاكستان حکومت ته سپارلے شوے دغسې په دې موقع د سعودي عرب په پاکستان كښې سفیر نواف بن سعید المالکی ووئيل سعودي عرب په هر مشکل وخت كښې د پاکستان حکومت او اولس سره ولاړ دے۔د شورو په ورځ د سېلاب ځپلو لپاره د سعودي حکومت د اړخه د مرستې سامان لېږلو په موقع د وزیراعظم صلاحكار رانا ثناء اﷲ او پاکستان كښې د سعودي عرب سفیر نواف بن سعید المالکی میډیا سره خبرو كښې ووئيل پاکستان كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب ځپلو به هر ممكن مرسته كولې شي۔ د وزیراعظم صلاحكار رانا ثناء اﷲ ووئيل د سعودي عرب مننه كوو چې په دې سخت كښې يې زمونږ ملګرتيا كړې، سعودي عرب عمر له په هر سخت وخت كښې د وروڼو په شان مونږ سره اودريدلے او دا مهال يې د سېلاب او بارانونو له امله ځپلو له د مرستي سامان مونږ ته سپارلے٬ په دې حکومت ، وزیراعظم او د پاکستان اولس د اړخه د سعودی عرب حکومت، شاهی كورنۍ او د ولی عهد محمد بن سلمان او کنګ سلمان ريليف سنټر مننه كوو چې 10 زره شیلټر کټس، 10 زره فوډ پیکیجز په شان لويه مرسته ئې این ډی اېم اے ته وسپارله ۔ ده ووئيل په شیلټر کټس كښې د يوې كورنۍ لپاره د ضرورت ټول څيزونه شته دغسې فوډ آئټم كښې هم مناسب څيزونه شته، این ډی ایم اے، ضلعی انتظامیه په شفاف ډول دا سامان ځپليو ته رسوي۔ ده ووئيل وزیراعظم پخپله هم د ځپلو سيمو په دوره دے، هلته هغه د مرستي هلو ځلو جاج اخستے۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې چې كومو هم هېوادونو مرسته كړې د هغوي مننه كوو، وفاقي او صوبائي حکومت، این ډي اېم اے او ځائې انتظامیه د ټولو ذمه وارو څخه خبر دي او ټولي ذمه وارۍ ترسره كوي۔د سعودی سفیر نواف بن سعید المالکی ووئيل پاکستان كښې د سېلاب له امله په ځاني زيان افسوس لرو ،باور وركوو چې په سخت وخت كښې به د پاكستان وګړو سره ولاړ يو۔ده ووئيل د سعودي عرب حکومت، شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود او ولي عهد او وزیراعظم محمد بن سلمان د خپل ورور هېواد پاکستان سره اړيكي لا قوي كولو له لوظي دي۔











