پېښور 20 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 37مه غونډه شوې۔ د وزيراعلي هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې په سېلاب كښې د شهيدو شوو لوړو درجو لپاره دعا او فاتحه خواني وشوه۔ کابينې ته سېلاب څخه د شوو زيانونو او د رېليف او بحالۍ په هلو ځلو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع …
د وزيراعلي علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 37مه غونډه

مزید خبریں
پېښور 20 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 37مه غونډه شوې۔ د وزيراعلي هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې په سېلاب كښې د شهيدو شوو لوړو درجو لپاره دعا او فاتحه خواني وشوه۔ کابينې ته سېلاب څخه د شوو زيانونو او د رېليف او بحالۍ په هلو ځلو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع غونډې ته خپلې وېنا كښې علي امين ګنډاپور ووئيل په اوسني سېلاب كښې ضلعي انتظاميه او رېسكيو ادارو غوره رېسكيو اپرېشنز كړي او نورو اړوندو څانګو او ادارو هم په وخت بهترين رسپانس وركړر۔ ده ووئيل په دې كاركردګۍ ټولې ادارې او څانګې د ستائنې حقدارې دي، په وړومبي پړاٶ كښې رېسکيو آپريشن بشپړ شو خو بيا هم د بې دركه كسانو لټون روان دے۔ ده ووئيل د شهيدانو كورنيو او او ژوبل شوو ته معاوضه وركول روانه ده، متاثرين دې اطمينان ولري٬ ټولو ته به معاوضه تر لاسه كېږي، څوك به محروم نه پاتي كېږي۔ وزيراعلي ووئيل په ځپلو سيمو كښې دې د صحت مركزونه په سمدستي توګه فعاله كړې شي او هلته دې د ضروري داروګانو شتون هم باوري كړے شي۔ وزيراعلٰې امر وكړو چې په دې سيمو كښې دې موبائل روغتونونه هم باوري كړے شي۔











