کابل 20 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د پاکستان، چین او افغانستان ترمينځه درې اړخيزه خبرو اترو دريم پراؤ كښې ګډون لپاره کابل ته رسيدلے دے۔د خارجه دفتر د اړخه جاري بيان له مخې د كابل په هوائي ميدان د افغانستان نائب خارجه وزير محمد نعیم ، چیف آف سټیټ پروټوکول فیصل جلالي ، ډائریکټر جنرل فرسټ پولیټیکل مفتي نور احمد او …
نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار کابل ته ورسيد
کابل 20 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د پاکستان، چین او افغانستان ترمينځه درې اړخيزه خبرو اترو دريم پراؤ كښې ګډون لپاره کابل ته رسيدلے دے۔د خارجه دفتر د اړخه جاري بيان له مخې د كابل په هوائي ميدان د افغانستان نائب خارجه وزير محمد نعیم ، چیف آف سټیټ پروټوکول فیصل جلالي ، ډائریکټر جنرل فرسټ پولیټیکل مفتي نور احمد او افغانستان كښې د پاکستان سفیر عبید الرحمان نظاماني د هغه هركلے وكړو۔درې اړخيزه خبرو كښې به د درېو واړو هېوادونو ترمينځه د تجارت، سيمه ايزې رابطي او ترهه ګرۍ مخنيوي په څانګو كښې په مرسته زياتولو خبري اترې كېږي۔کابل كښې د خپلې دورې په مهال به محمد اسحاق ډار د افغانستان عبوري خارجه وزير مولوی امیر خان متقی سره په دوه اړخيزه چارو ملاقات هم كوي۔











