قام دې د سیلاب ځپلو كسانو په پراخه زړه مرسته وكړي ، د شاهد خان آفریدي اپیل

اسلام آباد۔ 20اګست (اے پي پي) لیجنډ کرکټر شاهد خان آفریدي په قام غږ كړے دے چې د سېلاب ځپلو په پراخه زړه مرسته وكړې ، په دې سخت وخت كښې قام عمر له د يو بل سره كلك اودرېږي ۔ د شورو په ورځ جاري ویډیو پیغام كښې ده ووئېل په اوسني سیلاب كښې په سوونو قیمتي ځانونه ضائع شول او خلق بے كوره شول ، سیلاب ځپلو سيمو …

اسلام آباد۔ 20اګست (اے پي پي) لیجنډ کرکټر شاهد خان آفریدي په قام غږ كړے دے چې د سېلاب ځپلو په پراخه زړه مرسته وكړې ، په دې سخت وخت كښې قام عمر له د يو بل سره كلك اودرېږي ۔ د شورو په ورځ جاري ویډیو پیغام كښې ده ووئېل په اوسني سیلاب كښې په سوونو قیمتي ځانونه ضائع شول او خلق بے كوره شول ، سیلاب ځپلو سيمو هغه كه بونیر، صوابۍ ، سوات یا کوم بل ځائے وي د هغوي ستونزې لرې كولو لپاره دې ټول قام وړاندې راشي ٬ دا زمونږ د قام خاصیت دے چې په مشکل وخت كښې د يو بل سره اودرېږي ۔ ده ووئېل شاهد آفریدي فاونډیشن د خپل وس مطابق به کردار ادا کوي ، ده شته مندو ته غږ وكړو چې هغه د ځپلو مرستې لپاره په پراخه زړه عطیات وركړي ۔

مزید خبریں