اسلام آباد ۔ 20 اګست (اےپي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشان حېدر) ته په 54 م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلې دي د هغه قرباني د همت او مينې د اعلې روايات څرګندونه ده د راشد منهاس نامه به په قامي تاريخ كښې عمر له د وفادارۍ ٬ حوصلې او وياړ د علامت په توګه محفوظ پاتي وي۔ د شورو په …
د راشد منهاس عظيمه قرباني د همت او مينې د اعلی روايت څرګندونه ده ٬ د هغه نامه به په تاريخ كښې عمر له د وفادارۍ ٬ حوصلې او وياړ د علامت په توګه محفوظ پاتې وي٬ وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد ۔ 20 اګست (اےپي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشان حېدر) ته په 54 م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلې دي د هغه قرباني د همت او مينې د اعلې روايات څرګندونه ده د راشد منهاس نامه به په قامي تاريخ كښې عمر له د وفادارۍ ٬ حوصلې او وياړ د علامت په توګه محفوظ پاتي وي۔ د شورو په ورځ د پي ايم آفس ميډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه د پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد (نشان حېدر) د تلين په موقع خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئېل د راشد منهاس عظيمه قرباني د همت او فرض سره د مينې د اعلې روايات څرګندونه ده٬ په 1971 كښې په نن ورځ هغه د غېر معمولي عزم په څرګندونه د پاكستان د خود مختارۍ د تحفظ لپاره د شهادت جام نوش كړو۔ وزيراعظم ووئېل د راشد منهاس لا جوابه جذبه ٬ وفاداري او د هېواد سره مينه د وسله وال پوځ او قام لپاره د يوه زوال نه لرونكې ترغيب باعث ده٬ د هغه د مړانې داستان زمونږ قامي ضمير ته د خپلواكۍ د بيعې او د مورني هېواد دفاع لپاره د پكار زوال نه لرونكې حوصلې يادګېرنه ده۔ ده ووئېل د پاكستان وسله وال پوځ د راشد منهاس زوال نه لرونكې ميراث ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كوي٬ د هغه نامه به په قامي تاريخ كښې عمر له د وفادارۍ ٬ حوصلې او د وياړ علامت په ټوګه محفوظ پاتي وي۔











