اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) د ربيع الاول 1447 هجري مياشت ليدلو له په ګرد هېواد كښې د مركزي ٬ زونل او ضلعي رويت هلال كمېټيو غونډې په 24 اګست د اتوار په ورځ راوبللې شوې۔ د مذهبي چارو وزارت د اعلاميې له مخې د مركزي رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا اېم عبد الخبير آزاد به په اسلام آباد كښې د غونډې مشري كوي او د زونل او ضلعي هلال …
د ربيع الاول مياشت ليدلو له د رويت هلال كمېټيو غونډې په 24 اګست راوبللې شوې
اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) د ربيع الاول 1447 هجري مياشت ليدلو له په ګرد هېواد كښې د مركزي ٬ زونل او ضلعي رويت هلال كمېټيو غونډې په 24 اګست د اتوار په ورځ راوبللې شوې۔ د مذهبي چارو وزارت د اعلاميې له مخې د مركزي رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا اېم عبد الخبير آزاد به په اسلام آباد كښې د غونډې مشري كوي او د زونل او ضلعي هلال كمېټو غونډې به په خپلو خپلو اړوندو مركزونو كښې كيږي۔ د مياشت د ليدلو اعلان به مركزي رويت هلال كمېټي ګرد هېواد څخه د ترلاسه شوې شهادتونو په رڼا كښې كوي۔











