وزیراعظم شهباز شریف د خېبر پښتونخوا ځپلو سيمو كښې راروانه يوه اوونۍ غير د لوډ شیډنګ بجلي وركولو،ځپليو له د مرستي روپو وركولو له ضروری کارروائی په سمدستي توګه بشپړولو او د امدادي څيزونو د ټرکونو شميره زياتولو سپارښتنه وكړه

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د خېبر پښتونخوا ځپلو سيمو كښې راروانه يوه اوونۍ غیر د لوډ شیډنګ نه د پرله پسې بجلۍ وركولو سپارښتنې كولو سره وئيلي دي خېبرپښتونخوا كښې ځپلو له د امدادی روپو وركولو لپاره ضروري کارروائي په سمدستي توګه بشپره كړې شي،په امدادي څيزونو د ټركونو شميره دې په سمدستي توګه يو په دوه كړې شي۔د نهې په ورځ د …

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د خېبر پښتونخوا ځپلو سيمو كښې راروانه يوه اوونۍ غیر د لوډ شیډنګ نه د پرله پسې بجلۍ وركولو سپارښتنې كولو سره وئيلي دي خېبرپښتونخوا كښې ځپلو له د امدادی روپو وركولو لپاره ضروري کارروائي په سمدستي توګه بشپره كړې شي،په امدادي څيزونو د ټركونو شميره دې په سمدستي توګه يو په دوه كړې شي۔د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې اوسنو بارانونو او دسېلاب زيان او روانو امدادي کاروائیو په اړه د اعلی پائې غونډه وشوه۔په غونډه كښې وزیرِاعظم محمد شهباز شریف د خېبر پښتونخوا ځپلو سيمو كښې راروانه يوه اوونۍ غیر د لوډ شیډنګ پرله پسې د بجلۍ وركولو سپارښتنه وكړه ۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې ځپلو له د مرستي روپو وركولو له دې ضروری کارروائی په سمدستي توګه بشپړه كړې شي،د امدادي څيزونو د ټركونو شميره دې يو په دوه زياته كړې شي۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د اوبو وسائلو وزير معین وټو دې په سمدستي توګه آزاد جموں او کشمیر او د اولسي چارو وزير رانا مبشر اقبال دې صوابۍ ته لاړ شي او د مرستي د هلو ځلو دې پخپله څارنه وكړي۔ وزیراعظم ووئيل د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزير انجینئر امیر مقام، د مواصلات وزیرِ عبدالعلیم خان، د بجلۍ وزیرِ سردار اوېس خان لغاري ، د مذهبي چارو وزير سردار یوسف او خاص مرستيال مبارك زیب د ځپلو سيمو دورې او د ځپلو لپاره د مرستي او انفراسټرکچر بحالۍ پخپله څارنه د ستائني وړ ده۔ده ووئيل اړوند اعلی وزيران ، چیف سیکرټریز، وفاقي سیکرټریز، پاك پوځ ، این ایچ اے، ایف ډبلیو او، ریسکیو او ریلیف ادارو اهلکارو مننه كوم چې هغوي د سپارښتني نه پس د مرستي او بحالۍ اقدمات کړې او كوي۔ ده ووئيل د ځپليو سره د يووالي څرګندونې او د هغوي مرسته كول زمونږ قامي فریضه ده او مونږ ټول په دې سخت وخت كښې د خپلو وروڼو خويندو سره ولاړ يو۔ غونډي ته وينا كښې وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل ټولي ادارې په دې سخت وخت كښې قامي ، ملي، سیاسی ذمه وارو پوره كولو له چمتو دي او د هغوي مننه كوم،لويې څښتن دې دوي ټولو له لويې اجر وركړي۔پاك پوځ او نوري اړوندې ادارې سېلاب ځپليو لپاره د مرستي هلو ځلو كښې برخه اخلي او وګړي د ځپلو سيمو څخه رابهر كوي،هغوي له خوراك وركوي ،د الخدمت فاؤنډیشن پشمول این جی اوز خدمت خلق لپاره شپه ورځ كار كوي۔ده ووئيل دا يو سخت وخت دے،مونږ له به د ځپلو مرسته كول وي۔سېلاب ځپلو سيمو كښې مواصلات، د توان پشمول نوري څانګې په ښه ډول خپلي ذمه وارۍ پوره كوي،ځپلو سيمو كښې 49 كښې 37 فیډرز په لږ وخت كښې بحال شوي ،د ایف ډبلیو پشمول نورې ادارې بونیر، کشمیر او ګلګت بلتستان پشمول نورو سيمو كښې بشپړه خذمات وركوي۔غونډي ته د خېبر پښتونخوا چیف سیکرټري د بریفنګ په مهال ووئيل د وفاقي حکومت ادارې او این ډی ایم اے د صوبائی حکومت سره ځپلو لپاره د مرستي هلو ځلو كښې بشپړه مرسته كوي۔د بجلۍ وزير سردار اوېس خان لغاري ووئيل د بجلۍ ځپلې شوي 49 فیډرز كښې 37 بحال کړے شوي او پاتې به ډير زر بحال شي په كومو چې كار روان دے، روغتونونو ته په ترجیحی بنیادونو بجلي وركړې كيږي،ځپلو سيمو كښې د ټولو روغتونونو بجلی فعاله ده۔د اطلاعات وزیر عطاء الله تارړ ووئيل امدادي هلو ځلو لا تندولو له او رابطو بحالولو له 210 متاثره موبائل فون ټاورز كښې 190 بحال کړے شوي او په911 د ټیلکوز د اړخه د ويړيا کال سهولت وركړے كيږي۔د مواصلات وزير عبدالعلیم خان ووئيل سکردو نه تر جګلوټ لاره بحال کړې شوې چې له امله ئې سکردو كښې د څيزونو كمے نشته او د سامان ترسیل روان دے۔په غونډه كښې انجینئر امیر مقام د دیر، سردار اویس لغاري د سوات، عبدالعلیم خان د سکردو، خاص مرستيال مبارك زیب د باجوړ، د مذهبي چارو وزير سردار یوسف د بونیر، د این ایچ اے چیئرمین د مالاکنډ څخه د روانو هلو ځلو په اړه بريفنګ وركړو۔غونډي ته ووئيل شول د وزیراعظم په سپارښتنه د بارانونو او سېلاب له امله 36 ساعتو په مهال د ملبې زياتره برخه اخوا كړې شوې ،ځپلو سيمو كښې ټولي لاري پرانستلې شوي دغسې د رابطه سړکونو په بحالۍ هم وفاقي حکومت او این ایچ اے تندۍ سره كار كوي۔د خزاني وزارت د اړخه ریسکیو او امدادی هلو ځلو لپاره اضافي 4 اربه روپۍ فنډ بېل كړے شوے ۔غونډي ته د این ډی ایم د اړخه بریفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول د پشكال اوسنې سپیل دا مهال د هېواد په ځيني برخو كښې روان دے د كوم په اړه چې وړاندې څخه اطلاعات او خبرتيا وركړې كيږي۔غونډي ته ووئيل شول د بارانونو او سېلاب له امله تر اوسه نزدې 25 زره وګړي ریسکیو کړې شوي۔دا مهال خېبر پښتونخوا كښې 308 دغسې په مجموعی توګه هېواد كښې د ځپلو مرستي لپاره 411 میډیکل کیمپس جوړ شوي۔ غونډه ته د مرستې سامان ترسیل په اړه ووئيل شول د ځپليو لپاره وفاقی حکومت د اړخه خیمې، داروګان ، راشن، جنریټرز او نور څيزونه لېږلې كيږي۔په غونډه كښې وفاقی وزيرانو ډاکټر مصدق مسعود ملك، احد خان چیمه، عبدالعلیم خان، عطاء الله تارړ، انجینئر امیر مقام، احسن اقبال، سردار محمد یوسف، میاں محمد معین وټو، معاون خصوصی مبارك زیب، د این ډی ایم اے چیئرمین لیفټیننټ جنرل انعام حیدر ملك ، د وزیراعظم چیف کوآرډینیټر مشرف زیدي او اړوندو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں