اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ايتھوپيا سفير ډاکټر جمال بکر عبدالله د نهې په ورځ ليدلي دي چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬ تجارت، سرمايه کارۍ او د ماحولياتي مرستې پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن، سينيټرز او د ايتھوپيا سفير د پارلمان په فرينډشپ ګارډن كښې د …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ايتھوپيا سفير وليدل
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ايتھوپيا سفير ډاکټر جمال بکر عبدالله د نهې په ورځ ليدلي دي چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬ تجارت، سرمايه کارۍ او د ماحولياتي مرستې پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن، سينيټرز او د ايتھوپيا سفير د پارلمان په فرينډشپ ګارډن كښې د شجركارۍ كمپائن په لړ كښې بوټې هم نال كړو۔ دا خبره د سېنېټ سيکرټريټ لخوا په جاري خبر پاڼه كښې شوې ده۔











