لندن 19 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره برتانيه كښې د پاكستان په هائي كمېشن كښې د مسلم ليګ (ن) يو کے سينئر عهديدارو ليدلي دي ۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري په يو كے كښې د ګوند صدر احسن ډار كوله٬ په دې موقع نائب وزيراعظم خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان د بهر مېشته وګړو …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره لندن كښې د مسلم ليګ ن سينئر عهديدارو وليدل
لندن 19 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره برتانيه كښې د پاكستان په هائي كمېشن كښې د مسلم ليګ (ن) يو کے سينئر عهديدارو ليدلي دي ۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري په يو كے كښې د ګوند صدر احسن ډار كوله٬ په دې موقع نائب وزيراعظم خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان د بهر مېشته وګړو د جذبات او د آپريشن بنيان مرصوص په مهال د پاكستاني كميونټۍ د متحد موقف ستائنه كوي۔ ده زور راوړو چې بهر مېشته پاكستانيان د هېواد اثاثه ده۔ ده پلاوي د وزيراعظم شهباز شريف لخوا بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته سهولت لپاره د شوېواقداماتو نه خبر كړو٬ په دې موقع ده د زمكې د ريکارډ سروسز د بلاك چين ټيکنالوجۍ د لارې د پنجاب د جائيدادونو تر رېكارډ محفوظ رسنې او د ون ونډو پاسپورټ سسټم پروسيسنګ ذكر وكړو۔ ده د خپلې دورې په مهال د برتانيه مشرانو سره د سركاري ملاقاتونو په اړه هم دوي خبر كړل چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔ په دې موقع پلاوي نائب وزيراعظم ته د “معرکه حق” د کاميابۍ په نړيواله كچه د پاکستان موقف په موثره ډول وړاندې كولو مباركي وركړه۔











