اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي د اوسنو بارانونو او سېلابونو له امله قيمتي ځاني او مالي زيان شوے٬د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص سپارښتنه ځپلو سيمو كښې د رېسكيو رېليف هلې ځلې تندې كړې شوي ٬وفاقي حكومت٬پاك پوځ٬اينډ ډي ايم اے او د صوبائي حكومتونو په شريكو هڅو تراوسه 25 زره كسان محفوظو ځايونو ته رسولې شوي٬ …
د سېلاب له امله قيمتي ځاني او مالي زيان شوے ٬تراوسه 25 زره كسان محفوظو ځايونو ته رسولې شوي٬ 70 فيصده سيمو كښې بجلي بحال كړی شوې۔عطاﺀ الله تارړ
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي د اوسنو بارانونو او سېلابونو له امله قيمتي ځاني او مالي زيان شوے٬د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص سپارښتنه ځپلو سيمو كښې د رېسكيو رېليف هلې ځلې تندې كړې شوي ٬وفاقي حكومت٬پاك پوځ٬اينډ ډي ايم اے او د صوبائي حكومتونو په شريكو هڅو تراوسه 25 زره كسان محفوظو ځايونو ته رسولې شوي٬ 70 فيصده سيمو كښې بجلي بحال كړې شوې٬ټرانسفرمرز٬ ستنې او د تارونو پشمول په كار سامان اړوندو سيمو ته رسولے شوے٬دغسې د روغتونونو بجلي د تعطل نه غېر باوري كړی شوې٬په راروانو څو ورځو كښې به 100 فيصده بجلي بحال كړې شي٬ځپليو سيمو ته جنريټرز٬ډي واټرنګ پمپس٬ 1200 څخه زياتې خيمې٬داروګان او 40 ټنه راشن رسولې شوے ٬دغسې 500 څخه زيات ميډيكل رېليف كيمپس جوړ شوي۔ده د نهې په ورځ نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي كښې د آئي اېس پي آر ډي جي احمد شريف چوهدري او د اين ډي ايم اے چيئرمېن انعام حېدر ملك سره د سېلاب صورتحال په اړه ميډيا ته بريفنګ وركولو۔وفاقي وزير ووئيل نېشنل ډيزاسټر مخ نيوي لپاره په اين ډي ايم اے كښې په جديد ټېكنالوجي اډانه سټيټ آف دي آرټ سسټم جوړ شوے چې مقصد يې د موسم صورتحال پشمول د وفاق او صوبو او د نورو ادارو ترمينځه كوټلې كوآرډينېشن جوړول دي۔دې سنټر څخه په وړومبۍ ورځ ټولو اړوندو ادارو او صوبو ته په وخت معلومات وركړے كيږي او د كوآرډينېشن نظام فعاله دے۔ده ووئيل د وزيراعظم د سپارښتنې له مخې د اوسني صورتحال مخ نيوي لپاره وفاقي حكومت٬پاك پوځ٬اين ډي ايم اے او صوبائي حكومتونه د يوې شريكې تګلارې له مخې كار كوي۔وګړو ته مرسته ورسولې كيږي٬رېسكيو هلې ځلې تندې كړې شوې۔ده ووئيل دا يو داسې وخت دے په كوم كښې به چې مونږ ټولو له يو موټې كېدل وي۔په دې اړه ټول معلومات رئيل ټائم كښې اړوندو ادارو ته ورسولې كيږي۔ وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئيل د خېبرپښتونخوا٬بونير٬شانګله٬باجوړ او سوات ضلعو كښې د بجلۍ نظام ځپلے شوے ؤ خو په 48 ساعتو كښې 70 فيصده سيمو كښې بجلي بحال كړې شوې او په پاتې فيډرو كار روان دے۔ده ووئيل وفاقي وزير اويس لغاري د وزيراعظم په خاص سپارښتنه په سوات كښې موجود دے او د بجلۍ تر بشپړه بحالۍ به هلته وي۔ده ووئيل په سوات كښې ځپلے شوو 35 فيډرو كښې 25 بحال كړی شوي٬په بونير كښې په 9 فيډرو كښې 3 بحال كړې شوي٬ دغسې په پاتې كار روان دے۔ده ووئيل وفاقي وزير امير مقام په باجوړ او د مواصلات وفاقي وزير عليم خان په ګلګت كښې موجود دے او د مواصلاتي نظام د بحالۍ نګراني كوي۔د مواصلات وزارت د نېشنل هائي وے اتهارټي٬ايف ډبليو او او د پاك پوځ ادارو ترمينځه ښه كوآرډينشن كېږي ٬مالاكنډ ډويژڼ كښې اين 90 ٬خوازه خيله٬-بشام روډ په درېو ځايونو بند ؤ كوم چې پرانستلے شوے٬تراوسه د برج بحالۍ لپاره هم پاك پوځ او وفاقي حكومت اقدامات كوي٬هيله ده چې ډېر زر به دا برج بحال كړے شي۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د صوبائي سړكونو بحالۍ لپاره ټولو ادارو ته سپارښتنه كړې ٬د پير بابا سيمه كښې مشكلات وو٬هلته نيمه لاره كليئر كړې شوې او په پاتې كار روان دے۔وفاقي وزير ووئيل دا قامي ذمه واري ده وفاقي حكومت او صوبائي حكومتونه د نېشنل كاز له مخې په ګډه كار كوي۔د اطلاعات وزير ووئيل رېليف او رېسكيو لپاره نوې قافلې سوات او شانګلې ته لېږلې كيږي۔ده ووئيل د اسلام آباد پمز روغتون څخه يو خاص ميډيكل ډله هم لېږلې شوې٬تراوسه 40 ټنه راشن ځپلو سيمو ته لېږلے شوے۔وفاقي وزير ووئيل د آزاد كشمير لپاره هم د بارانونو پشنګوئي شوې٬په دې لړ كښې د آزاد كشمير حكومت خبر كړے شوے او وفاقي حكومت هم كردار ترسره كوي۔وفاقي وزير قام ته خواست وكړو چې په دې سخت وخت كښې په ګده خپلې ذمه وارۍ ترسره كړئ۔ده د آئي اېس پي آر ډي جي او اين ډي ايم اے چيئرمېن مننه كولو سره ووئيل وفاقي حكومت د پاك پوځ٬اين ډي ايم اے او صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په رابطه كښې دے٬دا مهال مونږ يو موټې يو او د نېشنل ريسپانس ترمخې په ګډه كار كوو۔ده ووئيل د آرلي وارننګ سسټم د لارې په راروانو څو ورځو كښې د موسمي صورتحال پيشنګوئي ټولو ادارو ته رسولې كيږي او ميډيا هم په وخت خبر كړے كيږي۔











