اسلام آباد۔19اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د موسمياتي بدلون ناوړه اغېزو څخه بچ كېدو لپاره د اونو بوټو نالول او د ځنګلونو په تناسب كښې د زياتوالي راوستو سره ممكن دي ٬ د پشكال زياتو بارانونو او سېلابونو د لاسه شوې تباھۍ او ځاني او مالي زيان دا يو وارې بيا ثابت كړه چې پاكستان لپاره ځنګلونه ضروري دي٬ پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه د زياتو …
د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات څخه بچ كيدل د اونو بوټو په نالولو او د ځنګلونو تناسب په زياتولو ممكن دي: وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد۔19اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د موسمياتي بدلون ناوړه اغېزو څخه بچ كېدو لپاره د اونو بوټو نالول او د ځنګلونو په تناسب كښې د زياتوالي راوستو سره ممكن دي ٬ د پشكال زياتو بارانونو او سېلابونو د لاسه شوې تباھۍ او ځاني او مالي زيان دا يو وارې بيا ثابت كړه چې پاكستان لپاره ځنګلونه ضروري دي٬ پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه د زياتو ځپلے كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ د موسمياتي بدلون وزارت دې د ’’ نړيوال موسمیاتي بدلون کنفرنس” لپاره بشپړ چمتووالے اونيسي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د كلنه ’’ښكال شجرکارۍ كمپائن‘‘ په پېل د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك ٬ د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني ٬ د موسمياتي بدلون وزير مملكت شذره منصب ٬ د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو ٬ نورو اعلی سركاري چارواكو او عهدېدارو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل اونې نالول مهمه قامي ٬ ماحولياتي او موسمياتي فريضه ده٬ ټولو وګړو كښې به د دې ذمه وارۍ احساس راپېدا كول وي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به د بوټو نالولو كمپائن كاميابولو له هر ممكن مرسته كوي ٬ ټول صوبائي حكومتونه ٬ سماجي او مذهبي لارښود او د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكي او په خاص توګه زده كوؤنكي دې د اونو بوټو نالولو كمپائن كښې خپل ګټور كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم هدایت وكړو چې ټول اړوند چارواكي دې دا خبره باوري كړي چې د اونو نالولو كمپائن يوازې علامتي كارروائي نه وي په دې بايد فعاله عملدرآمد وكړے شي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون ناوړه اغيزو څخه بچ كيدو لپاره د اونو بوټو نالول او د ځنګلونو تناسب كښې د زياتوالې په بشپړه تګلاره سره ممكن دي ۔ ده هدايت وكړو چې آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان كښې د سېلاب د لاسه د رامخې ته كېدونكو زيانونو څخه بچ كېدو له دې اونو نالولو ته خصوصي پاملرنه وكړې شي۔ وزیر اعظم ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه د زياتو ځپلے كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ وزارت دې نړيوال موسمياتي بدلون كنفرنس لپاره بشپړه چمتوالې اونيسي۔ ده ووئيل د پشكال زياتو بارانونو او سېلابونو د لاسه شوې تباھۍ او ځاني او مالي زيان دا يو وارې بيا ثابت كړه چې پاكستان لپاره ځنګلونه ضروري دي۔ وزيراعظم غونډې ته ووئيل د بوټو نالولو كمپائن كښې به د اګست څخه تر اكتوبر مياشتې د پاكستان په بېلو برخو كښې 41 ملين نوې بوټي نالولې شي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې حکومت سږ كال د بېلو اوونيزو په سرخطونو كلنه د پشكال شجركاري لمانځي په كومو كښې چی ’’ ایک بیټي – ایک شجر‘‘، ’’هري چھتري‘‘، ’’ایک پودا ہر شهید کے نام‘‘، ’’ اسلام اور شجرکاري ‘‘ شامل دي۔ د دې سرخطونو مقصد اونې بوټي نالول او د موسمياتي بدلون ناوړه اغېزو څخه بچ كېدو لپاره د مېرمنو ٬ ځوانانو او بېلو ادارو شموليت سره د خپلو شهيدانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كول دي











