اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د سيلاب ځپلو مرسته زمونږ قامي ذمه واري ده٬ وفاقي حكومت به د قامي ذمه وارۍ له مخې خپل كردار ترسره كوي٬ د وزيراعظم په امر اين ډي ايم اے صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په تماس كښې ده، ځپلو له د مرستې سامان رسول او په ځپلو سيمو كښې د رېليف هلې …
د سيلاب ځپلو مرسته زمونږ قامي ذمه واري ده٬ وفاقي حكومت به د قامي ذمه وارۍ له مخې خپل كردار تر سره كوي٬ د وزيراعظم په امر اين ډي ايم اے صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په تماس كښې ده۔ عطاء تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د سيلاب ځپلو مرسته زمونږ قامي ذمه واري ده٬ وفاقي حكومت به د قامي ذمه وارۍ له مخې خپل كردار ترسره كوي٬ د وزيراعظم په امر اين ډي ايم اے صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په تماس كښې ده، ځپلو له د مرستې سامان رسول او په ځپلو سيمو كښې د رېليف هلې ځلې روانې وي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سېلاب او مرستې هلو ځلو په اړه د غونډې نه وروستو د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر سره ميډيا ته د بريفنګ په مهال ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه كښې د پشكال د اوسنو بارانونو او سېلابي صورتحال پشمول خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې د مرستې د هلو ځلو جاج واخستلے شو۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د صوبائي واكمنو سره د بشپړه همكارۍ د لارې كار كوي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د پشكال بارانونو نه وړاندې په نېشنل كمانډ اينډ كنټرول سينټر كښې يو شمېر غونډې شوي چې پكښې د ټولو صوبائي حكومتونو نمائندګانو ګډون كولو٬ نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) د پيشګي آګاهي نظام د لارې په رسمې توګه ډېټا اړوندو اتھارټيز ته وركړې كېږي۔ ده ووئيل د هنګامي صورتحال مخنيوي لپاره په قامي كچه هڅې روانې دي٬ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت به د قامي ذمه وارۍ له مخې خپل كردار ترسره كوي٬ د وزيراعظم په امر اين ډي ايم اے صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په تماس كښې ده، ځپلو له د مرستې سامان رسول او په ځپلو سيمو كښې د رېليف هلې ځلې روانې وي۔ ده ووئيل د مواصلات سيكرټري د وړاندې نه د جګلوټ سكردو روډ بيا رغونې او بحالۍ لپاره په ګلګت بلتستان كښې دے دغسې چې د سكردو رابطه ګلګت سره بيا بحال كړې شي او د اېن اېچ اے چيئرمېن په مالاكنډ ډويژن كښې دے دغسې چې هلته هم د سړكونو رابطې بحال شي٬ د دې نه علاوه وفاقي وزير انجينئر امير مقام هم د تېرو څو ورځو راهسې د ريليف هلو ځلو خپله نګراني كوي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت وفاقي وزيرانو او نورو اړوند چارواكو ته په ځپلو سيمو كښې د پاتې كېدو امر كړے دے ۔ وفاقي وزير ووئيل د اېن ډي اېم اے د لارې د سړكونو٬ اوبو او د بجلۍ نظام بحالي به باوري كولې شي، د مرستې سامان رسولو به هم نګراني كولې شي دغسې چې په سمدستي توګه سامان ځپلو ته ورسولې شي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل وزيراعظم واضحه كړې چې دا قامي ذمه واري ده او په دې كښې په وفاقي او صوبائي حكومتونو كښې تفريق نشته ټولې ادارې د ځپليو د بحالۍ او انفراسټركچر د بيا رغونې كار په ګډه كوي۔










