اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شريف این ډي اېم اے ته د طوفاني بارانونو او سېلاب له امله د زيان حتمي جاج اغستو سره د خېبر پښتونخوا ځپلو وګرو ته د مرستي څيزونو وركولو لپاره د يوې كوټلې تګلارې وړاندې كولو امر سره وئيلي دي په دې سخت وخت كښې د وفاقي او صوبائي حکومت تر مينځه كوم تقسیم نه شته ،مونږ له به د ځپلو …
وزیراعظم این ډي اېم اے ته د طوفاني بارانونو او سېلاب له امله د زيان حتمي جاج اغستو، د خېبر پښتونخوا ځپلو وګړو ته د مرستي څيزونو وركولو لپاره د جامع تګلارې وړاندې كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شريف این ډي اېم اے ته د طوفاني بارانونو او سېلاب له امله د زيان حتمي جاج اغستو سره د خېبر پښتونخوا ځپلو وګرو ته د مرستي څيزونو وركولو لپاره د يوې كوټلې تګلارې وړاندې كولو امر سره وئيلي دي په دې سخت وخت كښې د وفاقي او صوبائي حکومت تر مينځه كوم تقسیم نه شته ،مونږ له به د ځپلو مرسته او بحالي باوري كول وي، د ځپلو مرسته زمونږ قامي ذمه واري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب ځپليو له د مرستي هلو ځلو په اړه د اعلی پائې غونډي ته وينا كښې وكړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو لپاره د وفاقي کابینې د يوې مياشتې تنخا عطیه كولو اعلان وكړو۔ده د خېبرپښتونخوا بېلو ضلعو كښې د بارانونو او سېلاب ځپلو مرسته كښې د وفاقي ادارو لا متحرك كولو سپارښتنې كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې وفاقي او صوبائي حکومت کښې كوم تفریق نشته،مونږ له به د ځپلو مرسته او بحالي باوري كول وي،په دې سخت وخت كښې د خپلو وروڼو خويندو مرسته كول زمونږ ذمه واري ده،دا د سیاست نه خذمت او د وګړو د دړد او تكليف كمولو وخت دے۔ وزیرِاعظم ووئيل وفاقي حکومت به په حق رسيدلو سره سره به ځپلو له د وزیرِاعظم پیکیج ترمخه هم د مرستې روپۍ وركوي۔ وزیرِاعظم سپارښتنه وكړه چې ځپليو سيمو كښې د مرستي څيزونو د وېش او بحالۍ آپریشن نګراني به د کشمیر او ګلګت بلتستان وزير كوي،ځپلو سيمو كښې د بجلۍ ، اوبو ، سړكونو او نورو آسانيو د بحالۍ نګراني به اړوند وزير پخپله كوي۔ وزیرِاعظم سپارښتنه وكړه چې ټول اړوند وزيران دې خېبر پښتونخوا، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان ته پخپله لاړ شي، د این ایچ اے سترو لارو بحالي دې صوبائي یا د قامي سترو لارو تخصیص نه كړې شي،د مرستي لپاره لارو پرانستلو ته دې پام لرنه وكړې شي۔ وزیرِاعظم د مواصلات وزارت ، این ایچ اے او ایف ډبلیو او ته ځپلو سيمو كښې د لارو او پلونو د مرمت باوري كولو او د مواصلات وزير ته دغه سيمو ته د تللو سره د بحالۍ آپریشن د نګرانۍ سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم د بجلۍ وزير ته ځپلو سيمو ته پخپله تللو سره د بجلۍ نظام په ترجیحی بنیادونو د بحالولو سپارښتنه هم وكړه۔ده امر وكړو چې این ډی اېم اے دې په سمدستي توګه د زيانونو حتمی جائزہ وړاندې كړي، این ډي اېم اے دې د مرستي څيزونه ځپلو ته وركولو لپاره يوه كوټلې تګلاره هم وړاندې كړي۔ وزیرِاعظم د خزاني وزارت ته این ډي اېم اے ته د ضروري وسائلو وركولو امر كولو سره ووئيل تر څو چې ځپلو سيمو كښې تر آخري كس مرسته او بنیادی انفراسټرکچر نه وي بحال شوے،اړوند وفاقی وزيران به هم هلته وي۔ده د روغتيا وزارت ته د ډاكټرانو ډلي او داروګانو خېبر پښتونخوا ته لېږلو او طبي کیمپس جوړلو سپارښتنه هم وكړه او د بینظیر انکم سپورټ پروګرام ته يې هم د ځپليو مرستي لپاره د متحرك كيدو امر وكړو۔ وزیراعظم او غونډه كښې ګډون كوونكو د سېلاب په مهال په حق رسيدلو د لوړو درجو او ژوبل شوو كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر كښې د بارانونو او سېلاب ځپلو مرستي او د بحالۍ جاج اغستو غونډې ته این ډی اېم اے او وزیرِاعظم د اړخه مرستي لپاره مقرر کړو وفاقی وزيرانو د رواني مرستي او هلو ځلو په اړه بریفنګ وركړو۔غونډي ته ووئيل شول وفاقي حکومت، صوبائي حکومتونه، پاك پوځ او نورو ادارو د اړخه تر اوسه ځپلو لپاره 456 ریلیف کیمپس جوړولو سره سره 400 ریسکیو آپریشن شوي،ځپليو لپاره د مرستي په څيزونو مشتمل ټرك رسيدلے ۔ وزیرِ اعظم سپارښته وكړه چې تر ټولو زياتو ځپلو سيمو ته د مرستې ټرکونو قافلي په ترجیحی بنیادونو ورسوئ،تر اوسه د يوې محتاط اندازې له مخې د 126 ملیونه روپو څخه د زيات سرکاري و نجی املاك د زيان اندازه لګولې شوې ۔ این ډي اېم اے د اړخه راشن، خیمې، داروګان ، میډیکل ډلي او د نورو څيزونو وركولو رپورټ وړاندے كړے شو۔ وزیراعظم د څيزونو شميره زياتولو سپارښتنه وكړه۔غونډي ته ووئيل شول د ستمبر تر دويمي اوونۍ به بارانونه روان وي، 6 لوېي سپیل تيرې شوې دغسې نور 2 متوقع دي د كومو اثرات به چې تر ستمبر آخری اوونۍ روان وي۔په غونډه كښې د آزاد کشمیر او ګلګت چارو وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د سوات، د بجلۍ وزیرِ سردار اویس خان لغاري د خېبرپښتونخوا، خاص مرستيال مبارك زیب د باجوړ، د این ایچ اے چیئرمېن د مالاکنډ دغسې د مواصلات سیکرټري د ګلګت څخه د صورتحال جاج وړاندې كړو۔د مذهبي چارو وزیرِ سردار محمد یوسف، د اوبو وسائلو وزیرِ میاں محمد معین وټو، ډاکټر مصدق ملك او نورو چارواكو د وزیرِاعظم د سپارښتني له مخې غونډه د امدادي هلو ځلو پیشرفت څخه خبر كړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيران خواجه آصف، احسن اقبال، مصدق مسعود ملك، احد خان چیمه، عطاء اللہ تارړ، انجینئر امیر مقام، سردار اوېس خان لغاری، سردار محمد یوسف، میاں محمد معین وټو، خاص مرستيال مبارك زیب، د این ډی اېم اے چیئرمین لیفټیننټ جنرال انعام حیدر ملك، د وزیرِاعظم چیف کوآرډینیټر مشرف زیدي او اړوندو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔










