پاکستان كښې سېلاب ځپلو لپاره د ترکیې د اړخه 15 زره د خوراك پاكټونه وركړے شول

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د ترکيې مرستي او همغږۍ ایجنسۍ (ټیکا) د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو مرستي لپاره يو ریلیف پروګرام پېل كړے۔دا صوبه اوسني سېلاب له امله تر ټولو زياته ځپلې شوې ده ۔د دې منصوبې ترمخه 15,000 د خوراك تيار پاكټونه ځپليو كورنيو له وركولې شي۔په وړومبۍ ورځ 2,000 د خوراك پاكټونه وركړے شوي، دغسې يو زر په بونیر كښې او 1,000 پاكتونه په …

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د ترکيې مرستي او همغږۍ ایجنسۍ (ټیکا) د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو مرستي لپاره يو ریلیف پروګرام پېل كړے۔دا صوبه اوسني سېلاب له امله تر ټولو زياته ځپلې شوې ده ۔د دې منصوبې ترمخه 15,000 د خوراك تيار پاكټونه ځپليو كورنيو له وركولې شي۔په وړومبۍ ورځ 2,000 د خوراك پاكټونه وركړے شوي، دغسې يو زر په بونیر كښې او 1,000 پاكتونه په سوات كښې وركړے شوي۔دا سلسله به تر يوه اونۍ روانه وي دغسې چې د ځپلو كورنيو له په سمدستي توګه غذائی سهولت وركړے شي۔د دې فلاحي اقدام د لارې ټیکا يو ځل بيا د پاکستان اولس سره د ترکیه لخوا د بشپړه يووالي څرګندونه كوي او په دې سخت وخت كښې په وخت مرسته كوي۔

مزید خبریں