د ځنګلو وهلو سره سېلاب او فضائي آلودګی زياتيږي،اوني نالول قامي فریضه ګڼل ضروري ده۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر

اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي ځنګلې وهلو سره طوفانی بارانونه٬ د زمكي خوئېدنه، سېلاب، فضائي آلودګي او غیرمتوقع موسمي تغیرات غوندې مسئلې زياتيږي،په دې صورتحال قابو موندلو له اوني نالول قامي فریضه ګڼل ضروري ده۔ د ګل په ورځ د اونو نالولو قامی ورځ په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل اوني نالول دې قامي فريضه او ضروري …

اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي ځنګلې وهلو سره طوفانی بارانونه٬ د زمكي خوئېدنه، سېلاب، فضائي آلودګي او غیرمتوقع موسمي تغیرات غوندې مسئلې زياتيږي،په دې صورتحال قابو موندلو له اوني نالول قامي فریضه ګڼل ضروري ده۔ د ګل په ورځ د اونو نالولو قامی ورځ په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل اوني نالول دې قامي فريضه او ضروري وګڼلې شي،د ځنګلو وهلو سره بارانونه ، سېلاب او فضائي آلودګي زياتيږي۔ده ووئيل په موسمیاتی بدلون قابو موندلو له سمدستي اقدامات ضروري دي۔ماحولیاتی بدلون له امله د تباهۍ مخنيوي له به كوټلي تګلاره خپلول وي۔د قامي اسمبلۍ سپیکر ووئيل بايد ماحول پاك ساتلو ته خاص پام لرنه وكړې شي ځكه چې نوو نسلونو له پاك ماحول وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده، ده ووئېل ځنګلونه د اوبو پهه جذب کولو د فلیش فلډز مخنيوې كوي ٬ دې لپاره د اونو نالولو ته اړتيا ده۔سردار ایاز صادق ووئيل اونې ماحولیاتی توازن او د زمكي د ښكلا ضامن دي ۔سپیکر ووئيل ځنګلې د سېلاب، لینډ سلائیډنګ او قحط خطر هم مخنيوي كوي،دې لپاره اوني نالول دې مستقل قامي تحریك جوړ شي،پاکستان شين جوړولو له به اولس او حكومت له عزم كول وي

مزید خبریں