د وزيراعظم په مشرۍ كښې كيش ليس او ډيجيټل معيشت سره اړونده د جاج اغستو غونډه ٬ په پورته كړې شوو ګامونو او پيشرفت د اطمينان څرګندونه

اسلام آباد۔17 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف کېش لېس معیشت لپاره په پورته كړې شوو ګامونو او پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې حكومت د معیشت ډیجیټایزیشن او د لېن دېن نظام كېش لېس او ډيجيټل نظام ته منتقل كولو لپاره په ترجيحي بنيادونو كار كوي٬ د راست نظام د ضلعي حكومتونو كچې ته د منتقل كولو حوالې سره دې ټول ستر سېكتران وفاقي حكومت …

اسلام آباد۔17 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف کېش لېس معیشت لپاره په پورته كړې شوو ګامونو او پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې حكومت د معیشت ډیجیټایزیشن او د لېن دېن نظام كېش لېس او ډيجيټل نظام ته منتقل كولو لپاره په ترجيحي بنيادونو كار كوي٬ د راست نظام د ضلعي حكومتونو كچې ته د منتقل كولو حوالې سره دې ټول ستر سېكتران وفاقي حكومت سره بشپړه مرسته وكړي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې كېش لېس او ډيجيټل معيشت سره اړونده د جاج اغستو غونډه وشوه۔په دې موقعه وزيراعظم ووئيل چې د راست نظام د ضلعي حكومتونو كچې ته د منتقل كولو حوالې سره دې ټول ستر سېكتران وفاقي حكومت سره بشپړه مرسته وكړي۔غونډې ته د كېش لېس معيشت اقداماتو په اړه بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې د پاکستان ډیجیټل پبلک انفراسټرکچر د لارې به ډیجیټل آئی ډیز جوړولې شي په كوم كښې به چې د هر يو وګړي د قومی شناختی کارډ ، بائیو میټرک او موبائل فون نمبرې وي۔ ٬ د دې ډیجیټل آئی ډیز د لارې به ډیجیټل ادائیګۍ كولې شي۔ بریفنګ كښې ووئيلې شوو چې صوبائي حكومتونو د پبلک ټو ګورنمنټ او ګورنمنټ ټو پبلک ادائيګو نظام راست سره لنك كولو كښې پېشرفت ښودلے دے۔ د ډیجیټل انفراسټرکچر تعمیر حوالې سره وفاقی پرمختيائي ادارې په فائبر کنېکټیویټی رائټ آف وے وركړے او پاكستان رېلوے او نېشنل هائي وے اتھارټي سره په دې اړه خبره روانه ده۔ په غونډه كښې د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير اېم اورنګزېب ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د آئي ټي وفاقي وزير شزا فاطمه خواجه ، د پټروليم وفاقي وزير علی پروېز ملک، د وزیراعظم سلاكار ډاکټر توقیر شاہ او نورو اړوندو اعلی چاروكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں