اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په هدايت د فېډرل ریزرو پولیس ډلې د سوات سېلاب ځپليو مرستې له متحرك دي۔ د فېډرل ریزرو پولیس ډسټرکټ آفیسر ماریه په مشرۍ كښې د سوات په ځپليو سيمو كښې ریسکیو اېنډ ریلیف آپرېشن روان دے۔ دلته څخه د جاري شوي بيان له مخې د کمانډنټ فېډرل ریزرو پولیس ریاض نذیر ګاړا په مشرۍ كښې د فورس ډلې …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په هدايت د فيډرل ريزرو پوليس ډلې د سوات سيلاب ځپليو مرستې له متحرك دي

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په هدايت د فېډرل ریزرو پولیس ډلې د سوات سېلاب ځپليو مرستې له متحرك دي۔ د فېډرل ریزرو پولیس ډسټرکټ آفیسر ماریه په مشرۍ كښې د سوات په ځپليو سيمو كښې ریسکیو اېنډ ریلیف آپرېشن روان دے۔ دلته څخه د جاري شوي بيان له مخې د کمانډنټ فېډرل ریزرو پولیس ریاض نذیر ګاړا په مشرۍ كښې د فورس ډلې بېلو ځپلې سيمو كښې په رېسكيو اېنډ ريليف آپرېشن كښې بوختې دي۔ دوئي يو شمېر ځپلې شوي كسان رېسكيو كړل ٬ د فېډرل ریزرو پولیس میډیکل ډلې طبي مرسته وړاندې كوي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير په هدايت د فېډرل ریزرو پولیس ډلو ځپلې شوي كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړل۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د کمانډنټ فېډرل ریزرو پولیس رياض نذیر ګاړا ، ډسټرکټ آفیسر سوات ماریه او د هغې د ډلې د عزم او جذبې ستائنه وكړه۔ محسن نقوی ځپليو ته د مناسب رهائش او 3 وخته خوراك وركول باوري كولو هدايت كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د فېډرل ریزرو پولیس ځوانان ځپليو ورونړو خوېندو سره ولاړ دي۔ ده ووئيل د ځپلې شوو كسانو دې د خپلې كورنۍ په څير خيال وساتلې شي۔










