ګلګت بلتستان كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي ٬ سول انتظاميې ٬ پاك پوځ نامكن كار ممكن كړو٬ په 18 ساعتونو كښې باغيچه روډ بحال

اسلام آباد۔17اګست (اے پی پی) پاک پوځ د ګلګت بلتستان سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كارروائيو لاندې سول انتظاميې سره په ګډه ناممكنه كار ممكن كړو او يوازې په 18 ساعته كښې يۍ باغيچه روډ بحال كړو۔ په ګلګت بلتستان كښې د لېنډ سلائيډنګ د لاسه سكردو جګلوټ روډ باغيچې سره د پل لمينځه تللو د لاسه بند شوے ؤ٬ د روډ د بند پاتې كېدو له امله د …

اسلام آباد۔17اګست (اے پی پی) پاک پوځ د ګلګت بلتستان سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كارروائيو لاندې سول انتظاميې سره په ګډه ناممكنه كار ممكن كړو او يوازې په 18 ساعته كښې يۍ باغيچه روډ بحال كړو۔ په ګلګت بلتستان كښې د لېنډ سلائيډنګ د لاسه سكردو جګلوټ روډ باغيچې سره د پل لمينځه تللو د لاسه بند شوے ؤ٬ د روډ د بند پاتې كېدو له امله د سكردو نورو سيمو سره رابطه ختمه شوې وه۔ پاك پوځ ٬ اېف ډبليو او اېن اېچ اے شپه او ورځ كار كولو سره د څو ورځو كار په 18 ساعتونو كښې بشپړ كړو۔ د روډ بحالېدو څخه وروستو مسافر او مال اوړونكي ګاډي خپل خپل منزل پلو روان شوي دي۔ په سكردو كښې قدرتي آفتونو څخه وروستو فوري بحالي يو چېلنج دے بياهم پاك پوځ او سول انتظاميه په ګډه هڅې كولو سره ناممكنه كار ممكن كوي۔

مزید خبریں